ایساف وایي، په لوګر ولایت کې نن د یوه هلیکوپټر د نسکورېدو په پېښې کې د دوي دوه عسکر ووژل شول.
آیساف په یوې اعلامیې کی ویلی، د الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه تحقیقات کوي.
په اعلامیې کي د وژل شویو عسکرو نومونه او هویت نه دی په ډاګه شوی.
د لوګر د امنییې قوماندان غلام سخې روغ لیونی وایي، د ناټو د یوې کوچنۍ الوتکې پیلوټ د جګړې د ډګر له پاسه د الوتنې پر مهال د وسله والو له خوا ټپې شو او الوتکې عاجله ناسته وکړه.
طالبان وایي، د ناټو دوه هلیکوپتر یي راپرزولي دي.
بلخوا د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسین د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو څخه پر ناټو عسکرو د حملو په اړه له ولسمشر حامد کرزي سره اندیښنه شریکه کړه.
د ناټو ویانده کېمرین رومیرو وایي، عمومي منشې له ولسمشر کرزي سره په ټيلفونې خبرو کې پر ناټو عسکرو د حملو کمویدو په لارو چارو بحث وکړ.
رومیرو زیاتوي، ولسمشر کرزي راسموسین ته ډاډ ورکړ چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو عسکرو د حملو مخنیوي لپاره به خپل ټول وس او توان وکاري.
په عین حال کي، د افغانستان دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، د حملو د مخنیوي په مقصد یي د پوځ له لیکو څخه په سلګونو کسان ایستلې او نیولې دې.
ددې وزارت ویاند ظاهر عظیمي نن خبریالانو ته وویل، ددي هڅو هدف د ملي پوځ په جامه کي په بهرنیو سرتیرو باندي د وسله والوحملو مخنیوی دی:
“د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفورم کي په بهرنیو ځواکونو باندي حملو، په ملي او نړیواله سطحه اندېښنې راپورته کړيدي”.
راپورنه وایي، پدي حملو کې د روان کال له پيله تر اوسه ۴۰ بهرني سرتیرې وژل شویدي.