پامیر ساحل
-----------------
په دې وروستیو کې افغان چارواکو په پاکستان کې د طالبانو له بندي قوماندان ملا برادر سره پټې خبرې کړې وې چې د دواړو هیوادونو چارواکي یې پخلی کوي خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، دوی له داسې هیڅ ملاقاته نه دي خبر. پوښتنه دا ده چې ایا له ملا برادر سره د افغان چارواکو لیدل به په افغانستان کې د سولې بهیر پر مخ بوځي او که نه؟
په پاکستان کې له بندي افغان طالب قوماندان ملا برادر سره د پټو خبرو پخلی د افغانستان ولسمشر د قامي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپانتا له رویټرز خبري اژانس سره د خبرو پر وخت کړی دی. سپانتا ویلي، له ملا برادر سره لیدل دوه میاشتې مخکې شوې دي.
خو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ویاند زرتشت شمس له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت دا ملاقات رد کړی دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.