د نورښار جلوزو کیمپ کې ټېل ماټېل یوه ښځه او سړی مړ





د پیښور سره نږدې د نوښار په جلوزو کیمپ کې د قبایلي سیمو نه د پوځي عملیاتو له عمله په بې کوره شوو خلکو کې د یوې غیر دولتی ادارې لخوا د امدادي سامانونو د تقسیم په وخت د خلکو د خورولو لپاره په ډزو کې یو کس وژل شوی، او وروسته په هله ګله کې یوه ښځه هم وژل شوې.

دغلته د یوې غیر سرکاري ادارې کارکونکې مشال ریډیو ته وايي د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې خورولو لپاره یوه امنییت ساتونکي پرې ډزې وکړي.

د جلوزو کیمپ مشر نور اکبر اپریدی وایي، په دغه پېښه کې یو سړی په ډزو او یوه ښځه وروستو په ټیل ماټېل کې وژل شوې، او درې کسان ژوبل دي.