هارون باچا - مشال راډيو
پراګ:- که څه هم په تېرو کلونو کې د خيبر پښتونخوا په سوات، پېښور او يو شمېر نورو سيمو کې د آډيو کيسټونو او سي ډيګانو دکانونه په بمونو سره په نښه کړل شول، خو په صوابۍ غوندې ځای کې، چې له تعليمي او زراعتي پلوه د اهميت وړ يوه ضلع بلل کېږي، دغلته د موسيقۍ په دوکانونو شوې وروستۍ حملې نوې اندېښنې راپارولې دي-
د ځايي خبريال مقدم خان په خبره، پېښه د باجا کلي په بازار کې، د نهې په شپه ناوخته مخې ته راغله، چې په نتيجه کې يې د دوو دکانونو ودانۍ په کنډوالو بدلې شوې- په بمي چاودنه کې څه ډول مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته شوې-
مقدم خان مشال راډيو ته زياته کړه چې د صوابۍ په دوو نورو کلیو، شیوې اډه او يار حسين کې څه موده وړاندې شويو ورته بمي چاودنو د يادې ضلعې عام خلک او دغلته د سي ډي دکانونو مالکان وار د مخه په ويره کې اچولي دي-
((دوئ ته باقاعده خبرداری ورکړل شوی دی چې د سي ډيګانو له کاروباره لاس واخلي، که نه نو همدغه رنګ به په نښه کېږي- زياتره دوکانداران دا مهال د کيسټونو کاروبار پرېښودو ته اړ شوي دي-))
د باجا کلي د بمي چاودنې پړه لا تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې، خو اکثره وخت ليدل شوي چې له پاکستاني طالبانو سره تړاو لرونکې ډلې د دا رقم پېښو مسولييت قبولوي-
هم د صوابۍ د شامنصور کلي يو شاعر او ليکوال نورالامين يوسفزی بيا ډاډه دی او وايي، چې ترهګر په خپلو ناوړه عملياتو سره د صوابۍ امن خوښي او ادب پاله وګړي نه شي بې لارې کولای-
((د کومو ځايونو خلک چې په خدايي خدمتګار تحريک کې پاتې شوي وي، دا ترهګر د هغو سيمو بچيان نه شي غولولای- په صوابۍ کې دا رقم بمي چاودنې کمې کېږي، خو بيا هم د اندېښنې وړ يوه خبره ده- ټول وګړي، په تېره ليکوالان په داسې پېښو خپه دي، خو ورسره پوه هم دي چې تر شا يې کومه لوبه روانه ده-))
نورالامين يوسفزی په ټولنې د دا رقم ترهګرو بريدونو اغېزو ته په پام سره وايي، چې په ترڅ کې يې ځوان کول له صحت مندو سرګرميو څخه لرې پاتې کېږي-
(( زما يقين دی چې په صوابۍ کې ترهګر عمليات جرړې نه شي نيولی، خو په ټولنه کې د ساه تنګۍ يو سبب ضرور کېدای شي، چې له کبله يې ماشومان او ځوانان نه شي کولای په مثبتو سرګرميو کې برخې اخېستو ته زړه ښه کړي-))
نورالامين يوسفزي په عين وخت کې د دا راز پېښو د مخنيوي له پاره د کليوالو حجرو او جرګو د رول د پراخولو په خبره ټينګار کوي-
کارپوهان په دې اند دي چې په ټولنه کې د ډايلوګ او مکالمې د کلچر او ادبي او کلتوري هلو ځلو ته په ودې ورکولو د ترهګر او سخت دريځ سوچ او عمل مخه نيول کېدای شي-