د پاکستان حکومت وايي، چې د روان کال تر پایه به یې په هېواد کې مېشت ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي او ددې لپاره یې د یو سیټم په جوړولو یې کار روان کړی دی.
د پاکستان د قبايلي او رياستي چارو وفاقي وزير انجینیر شوکت الله د مشال ريډیو خبریال مجید بابر ته وویل په پاکستان کي میشت افغان کډوالو لپاره خپل هيواد ته د ستنیدو وروستۍ نيټه د روان کال د دسمبر ۳۱مه حتمي ده .
په ۲۰۱۰م کال کې دا فیصله شوې وه چې د ۲۰۱۲م کال په ۳۱ م ډسمبر کې به په پاکستان کې له تېرو ۳۰ کالو راهیسې مېشت افغان کډوال خپل هیواد ته په خپله خوښه ستنېږي. او ددې لپاره د قبايلي او رياستي چارو وفاقي وزارت د یو سیسټم په جوړولو کار روان کړی دی چې دغه کډوال به په څه طریقه خپل هیواد ته ستېنږي او هلته به یې د اوسېدو بندوبست څه وي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.