هبلري کلنټن : افغانستان له نوې دروازه پرانیستل شوې

کرزی او هیلري د خبري غونډې پرمهال



له نیو یارک ټایمز څخه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دفرخنده وزیر ژباړه:


نیویارک ټایمز لیکي، امریکا غواړي ، اوس د افغانستان سره په پوځي برخو کې خپلو مرستو ته زیات پام وکړي، او د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره زیات کار وکړي.


نیویارک ټایمز لیکي، امریکا د تیر خالی په ورځ افغانستان د ناټو د چوکاټه بهر د مهم اتحادي په توګه وګرزوو، او اوس دغه هیواد ته د اسراییل، جاپان ، پاکستان او نورو ایشاي او مینځني ختیز هیوادونو غوندې درجه ورکړل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن وویل، دا د هغه سټراټیبژیکې تړون برخه ده، چې د مئ په میاشت کې امریکا د افغانستان سره لاسلیک کړې وه. په دغه خبرو کې میرمن کلنټن د افغانستان ولسمشر کرزي ته وویل، تاسو دا یاد وساتئ، چې امریکا ستاسو ملګرې ده، او دوی د افغانستان د پریښودو هیڅ اراده نه لري، او امریکا غواړي ، د افغانستان په ابادولو کې د دغه هیواد د ولس سره خپلې مرستې وکړي. میرمن کلټن په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې افغانستان ته د دغې درجې ورکولو سره به د دواړو هیوادونو تر مینځ پوځي اړیکې هم مضبوطولی شي. او امریکا به افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي، او په پوځي برخو کې به یې مرستې هم کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بل بیان کې وایي، افغانستان کولی شي، د یو شمیر سامانونو اخيستلو لپاره د دوی نه قرضې هم واخلي. نیویارک ټایمز لیکي، کله چې تیر کال امریکایي ځواکونه د عراقه وتل ، نو دغه هیواد ته داسې اسانتیاوې نه وې ورکړل شوې. او افغانستان ته په دې تیرو وختونو کې د امریکا لخوا په بیا بیا داسې وویل، شو، چې دوی دغه هیواد په بیړه کې پریښودل نه غواړي. او باید دغه هیواد داسې فکر ونکړی، ګني د ۲۰۱۴ م کال په پای کې د نیټو ځواکونو د وتلو وروسته به یې نړیواله ټولنه یوازې پریږدي.


اخوا امریکایي او افغان چارواکي وایي، دوی باید اوس د افغان ځواکونو د روزنې په منصوبه کار پیل کړي، او چې کله نړیوال ځواکونه د دغه هیواده ووځي، نو بیا به هم د لسو زرو نه تر دیرشو زرو پورې نړیوال ځواکونه په دغه هیواد کې موجود وي، چې د افغان ځواکونو سره به خپلې مرستې جاري ساتي. میرمن کلنټن په دې اړه په خپلو خبرو کې وویل، دا د افغانستان لپاره هغه دروازې پرانيزي، چې په دغه دروازو له ننوتو سره به دوی وکړل شي، د ملک د امنیت ذمه واري په خپله سنبال کړي.