پاکستان وايي د القاعده غړی یې نیولی دی

د القاعده مشر ایمن الظواهري



ژباړه: ملیحه امیرزاده

وال سټریت جرنل ورځپاڼه ليکي پاکستان وایي یو فرانسوی وګړی یې نیولی دی چې په هیمبرګ کې میشت له القاعده ډلې سره تړاؤ لري. دغه ډلې په یولسم سپتمبر په امریکا بریدونه کړي وو.


ورځپاڼه د یو پاکستاني امنیتي چارواکي له خولې لیکي د استخباراتي ادارې کارکونکو د نامن میزیخ په نامه یو الجیریایي نژاد فرانسوی د پاکستان او ایران تر مینځ د پولې خوا او شا سیمې څخه نیولی دی. خو دا یې وو نه ویل چې چاپه کله ووهل شوه.

د جرمني د عدالتونو ریکارډ ښایي د یولسم ستمبر برید د پلان سره تړاؤ لرلو په ترڅ کې د تقریبا 40 کلن میزیخ په اړه له کلونو راهیسې تحقیق روان و ، که څه هم پر هغه کوم جرم نه و ثابت شوی.

ورځپاڼه د یو جرمن چارواکي له خولې ليکي میزیخ په یولسم ستمبر د الوتکې یو تښتونکي د محمد عطا نږدې ملګری دی. او د جرمن پولیس چارواکو له خولې زیاتوي په هیمبرګ کې میشت د یوې ډلې د روحاني مشر محمد ال فضاضي زوم دی، چې دغه بریدونه یې کړي وو . خو جرمن چارواکو د ثبوتونو د نیشتوالي له امله د میزیخ پر ضد مقدمه نه شوه چلولای. د دغه چارواکو په خبره هغه به پاکستان ته هم تلو راتلو.

وال سټریت جرنل زیاتوي بیا په 2010م کال کې دوه جرمن وګړي د یادې ډلې سره د تړاؤ لرلو په تور په پاکستان او افغانستان کې و نیول شو. هغوی امریکایي او جرمن تحقیقاتي پلټونکي په اروپا یي هدفونو د بریدونو پلانونو نه خبر کړي وو . چې تحقیقاتي ریکارډ ښایي هغوی د خپلې ډلې په اړه هم معلومات ورکړي وو چې پکې د میزیخ نوم شامل وو.
ورځپاڼه ليکي ددغه معلوماتو پر اساس امریکا په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې په 2010م کال کې پر یو کور برید وکړ چې د استخباراتي چارواکو په خبره د ډلې ځيني کسان پکې موجود وو. په دغه برید کې اته کسان وژل شوي وو. هاغه وخت د جرمني چارواکو ویلي وو چې په نښه شویو کې میزیخ هم شامل و. چې په 2009م کال کی د پوځي تربیت لپاره پاکستان ته تللی و.

ورځپاڼه ليکي پاکستاني امنیتي چارواکي د میزیخ د نیونې په اړه لږ معلومات ورکړي دي. د ده په خبره میزیخ د القاعده ډلې یو بل مهم مشر یونس ال موریطاني نږدې ملګری هم وو چې تېر کال په بلوچستان کې د امریکایي استخباراتي ادارې سره د ګډې کاروايي پر مهال نیول شوی وو. موریطاني پاکستاني چارواکو ته ويلي وو چې میزیخ ایران ته تللی دی چې له هم هغه ځایه به افریقا ته ځي.

دا ګرفتاري په داسې وخت مخی ته راځي چې امریکایي چارواکي دعوی کوي پاکستان د تره ګرۍ ضد جګړی په لړ کې ډېر څه نه کوي. خو پاکستاني چارواکي دغه دعوې ردوي او په ورستیو کې د القاعده ډلې یو شمېر نیول شویو مشرانو ته اشاره کوي.