د فاټا راتلونکې سیاسي او انتظامي نقشه، باید څنګه ؟

د خیبر یوه جرګه


عبدالحی کاکړ- مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري تير کال د اګست په میاشت په قبائلي سيمو کې د فاټا اصلاحاتو په نوم چې کوم قانون لاسليک کړی وو د هغه په نه عملي کيدو اوس هم تود بحث روان دی.

د سياسی ګوندونو او مدني ټولنو ځينو مشرانو په شوو اصلاحاتو کې نيمګړتياوي په ګوته کړې وي خو اوس هغوي هم د اصلاحاتو له پلويانو سره ملګري شوي او وايې دغه اصلاحات نه عملي کيږي. د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر اشاره ورکړې چې حکومت په قبائلي سيمو کې د نورو اصلاحاتو اراده لري.

نو دلته پوښته دا راپورته کيږي چې دغه نور اصلاحات څه کيدلی شي.

د پاکستان د سرکاري خبري اژانس ای پي پي په وينا د ولسمشر وياند فرحت الله بابر په قبائلي سيمو کې د نورو اصلاحاتو راوستو اشاره د چارشنبې په ورځ په پيښور کې په ګورنر هاوس کې په جوړي شوي غونډي کې ورکړه خو دا به څه ويددې يې نور وضاحت و نکړی.

مشال ريډيو هم ددې لپاره له فرحت الله بابر سره د خبرو هڅه وکړه خو کاميابه نشوه. البته د قبائلي سيمو ځينو وتلو شخصيتونو په هغو نورو اصلاحاتو رڼا واچوله چې ورته ضرورت دی. په دوی کې يو هم وتلي قانون پوه لطیف آفريدی دی.

نوموړی که څه هم شوي اصلاحات نيمګړي ګڼي خو ورته يو ښه پيل وايې. البته دی وايې که قبائلي سيمي په خيبر پښتونخوا ګدي کړل شي نو دا به د خلکو په ژوند کې هر اړخيزه بدلون راولي...

((د پاکستان له مرکزي حکومت سره تړلې قبایلي علاقې دې د صوبې قبایلي علاقې جوړې کړي. نو حثییت به یې د سوات، دیر، بونیر او ملاکنډ ډویژن په شان شي، نو په دې سره به هلته د ریاست ټولې ادارې لکه های کورټ ، سپریم کورټ او نور هاغه ولاړې شي. نو هلته به د خلکو معاشي حقوق پیدا شي، په صوبايي اسمبلۍ کې به نمایندګي ولري. دا اوس چې یې کوم بې ریاسته، سیاسته او بې وکیله او بې دلیله ژوند دی. دا هرڅه به واوړي. ))


له کرم ايجنسی څخه د قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی بيا وايې په نورو اصلاحاتو کي دي د ايجنسۍ په سطح عدالتونه او بلدياتي ادارې جوړی شي....

(( تر ټولو مهم اصلاحات دا وشو چې موږ ته د فاټا په سطحه عدالت ملاو شو. یو کار دا کول په کار دی چې بلدیاتي نظام په انتخابي شکل کې راشي. او بل دا چې د فاټا لپاره دې د درو کلونو لپاره یو منتخب کونسل جوړ شي، چې هغوی کښېني، یو دې قانون ځان لپاره جوړ کړي، او بله دا خبره وسنجوي چې موږ ته له مرکز سره پاته کېدلو کې ګټه ده او که له صوبې سره په تلو کې فایده ده.))

اياز وزير د پاکستان پخوانۍ دپلوماټ دی او خپله د جنوبي وزيرستان اوسيدونکي دی. نوموړی د قبائلي سيمو پر حالاتو ليکني هم کوي. دی وايې په شوو اصلاحاتو کې لويه نيمګړتيا داوه چې خلک له۴۰ ایف سي آر خلاص شو خو پر يو بل داسي قانون واړول شو چې هغه ته په قبائلي سيمو کې مستقله مارشلاء ویل کیدای شي.

((د ملکي واک د راوستو لپاره صدراتي حکم یا Action in Aid of Civil Power Ordinance, 2011 ویل کېږي، په دې کې یې پوځ ته دومره اختیارات ورکړل چې دومره په ایف سي آر کې د پولیټیکل ایجنټ نه وو. یو خوا دوی وايي چې اصلاحات مو وکړل خو بلخوا یې په قبایلي سیمو کې مستقله مارشلا ولګوله. د پوځ اوس خپله خوښه او دا نه ګوري چې یو سړی نلزم دی په یو کار ککړ دی که څنګه، چې په چا یې هم شک وشو چې ددغه سړي له ترهګرو سره لاس دی او یا آینده لاس ورسره کولای شي، نو د هغه خلاف هر ډول اقدام کولای شي، هغه نیولای شي، کور یې ړنګولای شي او حتا تر مرګه یې رسولای شي. ))


اياز وزير د راتلونکو اصلاحاتو په اړه وړانديز کوي چې له قبائلي خلکو څخه دي يو داسي کونسل يا شوری جوړه کړل شي چې هغه د سيمي د خلکو د ضرورتونو او خواهشاتو پر بنياد په با اختياره توګه اصلاحات راولي.

(( زما په خیال داسې اخستارات په کار دي چې د هرې ایجنسۍ پنځه پنځه یا اووه اووه کسان په انتخاباتو او یا هم په قومي جرګه وټاکل شي، چې هاغه د هغې اېجنسۍ یو قسم اسمبلي وګرځول شي. دا دې د ګورنر یو کونسل وي د قبایلي سیمو لپاره. دغه پنځه کسیزه جرګګۍ به د خپلې اېجنسۍ ذمه واره وي. هغه به د پولیټیکل کارونه ګوري. هاغه به ګویا په پولیټیکل اېجنټ له پاسه وي. چې پولیټيکل اېجنټ زیاتی ونه کړي. اختیارات به ګویا له پولیټیکل اېجنټ عوام (ولس) ته وسپارل شي.))

که څه هم ځيني سياسي ګوندونه، د مدني تولني غړي، قبایلي مشران او د بشري حقونو مبارزين په قبایلي سيمو کې تر اصلاحاتو کولو له مخه هلته امن راتلل اهم بولي خو ځينی بيا وايې چې د دې هرڅه سربيره په قبایلي سيمو کې د پراخ بنسټه او هراړخيزه بدلون چابۍ اوس هم د مرکزي حکومت او سکیورټي اسټبلشمنټ په لاس کې ده.