شاهین بونیری، مشال راډیو
پراګ - د امریکا د قامي استخباراتو یوه لوړ پوړي چارواکي جېمز کلیپر ویلي، د القاعده مشر اسامه بن لادن د خپلې وژنې په ورځو شپو کې په دې خبره ډېر فکر مند وو چې د عربي هیوادونو د پاڅون له کبله القاعده یوازې شوې ده.
له امریکا غږ سره د یوې مرکې پر مهال کلیپر ویلي، په عربي نړۍ کې پاڅون د القاعده په څېر جهادي نه وو بلکې بل شان امېدونه او ارمانونه یې لرل.
کلیپر زیاته کړه: ((بې له شکه، د القاعده وجود کمزوری شوی دی خو لا له منځه تللی دی. او زما په اند، دا مهمه ده چې پر القاعده فشار قایم وساتل شي. په اوسني حال کې دا د خپل پخواني وجود یو سیوری دی ځکه چې د اسامه په شکل کې د تنظیم مشر تابه او تر هغه لاندې مشران له منځه تللي دي.))
په تیونس کې د هیواد مشر زین العابدین بن علي د پاڅون تر پیلېدو وروسته ژر خپله دنده پرېښوده او هیواد یې پرېښود.
تر هغه وروسته، په مصر کې هم ولس د مظاهرو او خلک د قاهرې په التحریر څلور لاره کې په مسلسله توګه دېره شول او بیا ولسمشر حسني مبارک خپله دنده پرېښوده.
په یمن کې مظاهرې روانې وې او وسله وال تاو تریخوالی هم مخې ته راغی، آخر د هیواد مشر علي عبدالله صالح هم خپله دنده پرېښوده.
په بحرین کې هم پاڅون روان وو او اوس هم کله کله مظاهرې کېږي.
په شام یا سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد پر ضد مظاهرې له تاو تریخوالي ډکې دي او د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ادارو له وینا سره سم، په دې مظاهرو کې امنیتي سر تېرو ګڼ شمېر ولسي وګړي وژلي دي.