په باجوړ کې ښوونځی په بمونو الوزول شوی

په قبايلي سيمه باجوړ کې نامعلومه وسله والو يو سکول په چاودونکو موادو الوزولی دی.

د مشال راډیو خبریال وايي، د باجوړ اېجنسۍ ناوګي تحصيل کې ريدوان سيمه کې نامعلومه وسله والو يو سرکاري پرايمري سکول الوزولی دی.

د باجوړ پوليټکل انتظاميې د پېښي تاييد کړی.

په سيمه کې د وسله والو لخوا له مودي راهیسې د سکولونو د الوزولو لړۍ دوام لري او تراوسه پوري ۱۰۵ تعليمي ادارې الوزول شوې دي.