پر افغانستان بريدونه حقاني شبکې کړي

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن- د امريکا دفاع وزير ليون پانيټا د پينټاګون خبري غونډې ته وويل شواهد ښايي چې په افغانستان د شويو وروستيو تروريستي بريدونو تر شا د حقاني شبکې لاس دی.

پانيټا زیاته کړه په کابل د تېر اتوار د ورځې د حملې تر کېدو د مخه موږ داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړی ول چې ګواکې يادې ډلې د دغه رقم لوی کچ د بريدونو تر سره کولو لپاره د مخکې نه تيارۍ نيولې وې. د پانيټا په خبره دغه وروستي بريدونه، د طالبانو او د حقاني شبکې د دوی د ملګرو، چې د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله فعالييت کوي، د افغان جګړې د يوې لسيزې تر تېرېدو وروسته هم د دوی د غښتلتوب څرګندويي کوي، ((موږ چې کومې حملې کېږي، همېشه يې په اړه اندېښمن يو، له دې څرګندېږي چې طالبان ښه کلک دي او په خپله اراده ټينګ ولاړ دي، خو بيا هم زما په خيال موږ باوري يو چې افغانانو د دغه قسمه حملو پر وړاندې د اقدام کولو خپل ظرفييت لوړ کړی دې))

ليون پاينيټا د طالب وسله والو بريدونه د کم اهمييت او نمايشي وبلل او ادعا يې وکړه چې د تېر يو کال راهېسې دوی د کوم منظم بريد په تر سره کولو کې پاتې راغلي دي.

لیون پانيټا دغه راز د افغان امنييتي ځواکونو د مېړانې ستاينه وکړه چې و يې وييل ((افغان پوځ او پوليسو دې حملو ته په ځواب وييلو توره کړې ده، دوئ ژر بيرته حالات ارامه او د دغه ځايونو امنييت پر ځای کړ او د دوی د دې بهادرۍ په ترڅ کې موږ ته يوه اشاره ملاو شوه او هغه دا چې د خلکو د امنييت د خوندي کولو د افغان ځواکونو ظرفييت يقيناً چې د لوړېدو په حالت کې دی))

د امريکا دفاع وزير همداراز د افغان زندانونو د امنييت او د ځانګړيو عملياتو په اړه له افغان حکوت سره د شويو موافقتنامو په يادولو ډاډ څرګند کړ چې د دواړو هېوادونو اړيکې پر صحيح لور روانې دي او دا چې د اوږدې مودې د سټراټيژېکې ملګرتيا د سند د لاس ليک کولو په اړه يې هم پرمختګ ته دوام ورکړی دې.