اسرار عالم مومند، مشال راډیو
پراګ - امریکا ویلي، په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو درولو هیڅ اراده نه لري.
اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، د امریکايي چارواکو له طرفه له دې څرګندونو سره د امریکا و پاکستان تر منځ اړیکي لا نور خرابېدای شي؛ ځکه چې د پاکستان پارلېمان په دې وروستیو کې له امریکا سره د اړیکو د پر ځای کولو په لړ کې په منظورو شویو سپارښتنو کې ویلي ول، امریکا دې د دوی پر خاوره د بې پیلوټه الوتکو حملې نه کوي.
که پاکستان اړیکي خرابوي نو یوازې به پاتې شي
پوښتنه دا ده چې که امریکا په پاکستان کې د ډرون بریدونو ته دوام ورکړي نو د پاکستان غبرګون څه کېدای شي؟
د دې په ځواب کې، په لاهور کې د سیمه ییزو چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري مشال راډیو ته وویل، کېدای شي پاکستان بیا د فشار له پاره په افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د سامان رسد بند وساتي.
دی وايي، خو له دې سره دا کېدای شي پاکستان په نړۍ کې یوازې شي.
د نوموړي په خبره، پاکستان ته په کار دي چې یوه نوې لار ولټوي:
((پاکستان ته په کار دي چې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي چې په دې ډول امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم روان وساتي او د پاکستان ګیلې هم ختمې شي. په دې لړ کې د پاکستان حکومت د خپل پارلېمان له غړو سره هم خبرې کولای شي، ځکه چې یواځې د پارلېمان له پرېکړه لیک یا قرار داد سره ډرون حملې نشي درېدلای. ځکه چې دا قرار داد خو پاکستان له پاره دی، پر امریکا نه لاګو کېږي.))
پاکستان دې د امریکا باور وګټي
هلته د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر او له امریکا سره د اړیکو د نوي سمت تعینوونکې کمېټۍ غړي افراسیاب خټک مشال راډیو ته وویل، امریکا ته د ډرون بریدونو اجازې ورکولو پر ځای باید پاکستان پخپله د اورپکو ضد کار روايي وکړي.
اړیکي ختمول طالبانو ته ګټه رسوي
((که د پاکستان له امریکا سره اړیکي خرابېږي نو د دې ګټه به اورپکو ته رسي ځکه چې د پاکستان اقتصاد به نور هم خراب شي او د امریکا له پاره خو دا دوه کاله دي او چې کله هم هغوی په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه ووځي، نو زما په خیال پر پاکستان به یې تکیه کمه شي.))
کار پوه، حسن عسکري وايي، په پاکستان کې د ډرون بریدونو درولو یواځنۍ او د منلو وړ لار دا ده چې پاکستان په قبایلي سیمو کې خپل واک مضبوط کړي او دا خبره یقیني کړي چې د دوی ځمکه به د بل هیڅ هغې پر ضد نه کارېږي.