فرخنده وزیر، مشال راډیو
پراګ - په پاکستان کې که ولیدل شي نو د وخت له تېرېدو سره د یوه کلي او ښار په ژوند کې توپیر اوس هم هسې ښکاره دی لکه چې پخوا وو.
د کليوالو سیمو اوسېدونکي اوس هم د ژوند بنیادي اړتیاوو لکه د څښلو پاکې اوبو، برېښنا، تعلیمي او صحي اسانتیاو ته لاس رسی نه لري.
لیکواله، او په لاهور کې د نیشنل کالج اف ارټس پرنسپلې سلیمه هاشمي له مشال راډیو سره د خبرو په وخت وویل، په یوه ټولنه کې منځنۍ طبقه ډېر مهم کردار لوبوي؛ او له بده مرغه په پاکستان کې د توندروۍ، قدرتي یا طبعي آفتونو او د داسې نورو ستونزو له وجې منځنۍ طبقه اوس هسې نه ده پاتې شوې چې د شتمنو او بې وزلو یا غریبانو تر منځ د واټن په کمولو کې رول ولوبوي.
په کلیو کې به خلکو مخکې مېلې کولې، ښځې به بازارونو ته تللې، په پټیو کې به یې له سړیو سره کارونه کول، اوس د کلیو، د پخوا په څېر، ژوند نه دی پاتې.
لکه له سواته په تېر وخت کې د پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوې ښځې وايي، پخوا به یې له چینو اوبه راوړلې او مېلو ته به تللې.
د پاکستان په لویو ښارونو، لکه کراچۍ او لاهور کې یو خوا د فیشن او ژوند تېرولو نوې طریقې ژر را ووځي او ژر یې خلک قبلوي.
هلته بیا په کلیو کې، دا عمل د پخوا پرتله سست شوی دی. د دې یو غټ لامل، د کار پوهانو په خبره، د هیواد په یو شمېر سیمو لکه خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې بد امني او سختدریځي ده.
((په اصل کې، بدلون راوستل یوه پخه اراده هم غواړي. تل به غیر نصابي هلې ځلې هم کېږي، سندرې او ګډا به هم، او ښځې به په تعلیم او لوبو دواړو کې برخه اخلي.))
د سلیمې په خبره ((موږ ولیدل چې سختدریځۍ او ترهګرۍ ښځې وروسته نه دي پرېښې [شا ته کړې یې نه دي]، په پوهنتونونو کې اوس د نجونو شمېر زیات دی؛ او دا هر کال زیاتېږي.))
په پاکستان کې که یو خوا بد امنۍ او سختدریځۍ د کلیو او ښارونو پر ژوند ژور اثرات لرلي، نو بل پلو د سلیمې هاشمي په خبره، ډېرو خلکو د دې حالاتو مقابله هم کړې ده؛ او دا خلک په ټولنه کې د ښه بدلون لپاره کار هم کوي.