په پاکستان کې د پت په نوم د ښځو وژنې

پراګ - د پاکستان د بشري حقونو کمېسون خپل کالنی رپورټ خپور کړی دی چې په کې یوه برخه د ښځو د حقونو خراب صورتحال ته ځانګړې شوې. په دې رپورټ کې راغلي، تېر کال په پاکستان کې ۹۴۳ ښځې د پت یا عزت په نوم وژل شوې دي. د دې تر څنګ د ښځو د ځورونو په اړه هم په کې مالومات ورکړل شوي دي. په ۲۰۱۱ز کال کې په پاکستان کې او په خیبر پښتونخوا کې پارلېمان او اسمبلۍ د ښځو د حقونو ساتنې لپاره قوانین هم منظور کړل خو بیا هم د ښځو بنیادي حقونه دوی ته نه ورکول کېږي او د وژنو لړۍ یې هم روانه ده، د دې وجه څه ده او دا مسلې به څنګه حل کېږي؟

په دې موضوع پامیر ساحل د بشري او د ښځو حقونو د چارو له کار پوهې ثمر من الله سره خبرې کړې دي او دا رپورټ یې جوړ کړی دی.

رپورټ تاسې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بشري او د ښځو حقونو د چارو له کار پوهې ثمر من الله سره مرکه