اېشییا کرکټ جام پاکستان وګټلو

دپاکستان کرکټ لوبډلې په يوه حېرانونکې لوبه کې بنګله دېش ته په دوه رنزونو ماتې ورکړی او ايشيا کپ يي په خپل نوم کړې.

پرون د ايشيا کپ په وروستۍ لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړۍ يي د بېټينګ کولو پرېکړه وکړه او په ټولو پنځوستو اورونو کې يې د نهه وکټو په تاوان بنګله دېش ته د ګټلو لپاره د ۲۳۷رنزونو هدف ورکړو.

د دې په ځواب کې بنګله دېش په پنځوس اورونو کې يو ۲۳۵رنزونه جوړ کړل . دا دويم ځل دی چې پاکستان ايشيا کرکټ کپ ګټي.