بشیر ګواښ، مشال راډیو
پراګ - د پاکستان سپريم کورټ به د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکې قامي کمیشن په نامه د يوې ادارې له خوا د جرګې سيسټم خلاف د داير شوي پيټیشن (غوښتنلیک) اورېدنه کوي.
د پاکستاني رسنيو د دې خبرې د رپورټ کولو پر مهال، د دې اورېدنې وخت نه دی ښودلی خو ويلي يې دي چې د يادې ادارې له خوا په سپريم کورټ کې ويل شوي چې د جرګې سیسټم غير انساني دی او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د ډان ورځپاڼې ترمخې، د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي قامي کمیشن د جرګې له خوا ښځې په بدو کې ورکول او له هغوی د فیصلو پر مهال، په پوښتنه نه کولو سختې نيوکې کړي خو د خیبر ایجنسۍ يو قومی مشر ملک وزير کوکي خيل وايي چې ښځې بايد د ځان لپاره داسې يو ملک وټاکي چې د دوی حق وغوښتلی شي.
د مومندو يو قومي مشر ملک غلام محمد مومند هم وايي چې په جرګه کې ملکان د دواړه مدعي ډلو يا کسانو له خوا واک اخلي او بيا ورته له څوو ورځو د بحثونو او دليلونو تر څېړلو وروسته پريکړه ور اوروي.
د هغه په وينا اوس د سورې يا په بدو کې د ښځو د ورکولو پېښې نه کېږي.
هغه زياته کړه: ((هغه د سورو خبرې اوس ختمې شوي دي. جرګه د پښتنو لپاره له سپريم کورټه هم ښه ده. که د جرګې ملکان د يو چا سره بې انصافي وکړي نو مدعي کولی شي نور خلک کېنوي او ووايي چې دې جرګې [له] ما سره زياتی کړی دی. تر څو چې پښتانه وي جرګه به وي. دا نه شي ختميدلی.))
هغې مشال راډيو ته وويل: ((جرګه فيصله کوي او نه يوازې په بدو کې ورکړل شوي [نجونه] بل ته ورکول کېږي بلکې ټول عمر ورسره په هغه کور کې ظلم کېږي. د سورې پر ځای داسې کېدای شي چې د اسلامي اصولو سره سم، دې دیت ورکړل شي ځکه چې دیت يا د خون بها يا د قتل په بدل کې د پيسو ورکول د هر چا د وس خبره ده. که يو څوک قتل کوي او دا ډاډ ورسره يې چې خپله لور به پکې ورکړن نو دا خو بيا همداسې جاري پاتې کېږي، خو که له همدغه سړي ځمکه او يا پيسې د وژنو په بدل کې ځي نو بيا داسې نه کوي او د دغه کار [قتل] له کولو مخکې به دوه واره سوچ کوي.))
د پاکستان په سپريم کورټ کې د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې قامي کمیشن د ادارې له خوا په پيټشن کې د پاکستان په نورو سيمو کې د پښتنو د جرګې د دود په شان رواجونو او پريکړو نيوکې شوي او ويل شوي چې دا ټول د قانون خلاف سيسټمونه دي.