د آتومي انرژۍ راتلونکې به څه وي؟

د فکوشیما ډایچي اټومي بټۍ لومړۍ هوايي تصویر چې په ۲۰۰۰م کال اخیستل شو او دا بل یو یې د ۲۰۱۲م کال د فبرورۍ په ۲۶ مه اخیستل شوی چې د څونامي له لاسه کنډکپر شوېده.

سرچینه: د برتانییا ایکونومېسټ مجله

ژباړه: پامیر ساحل

د لویدیځ هیوادونه پر ایران فشار زیاتوي چې له خپل مشکوک اټومي پروګرامه لاس واخلي، خو ایران وايي اټومي پروګرام یې د سوله ییزو مقاصدو لپاره دی او په دې ذریعه د انرژۍ اړتیاوې پوره کول غواړي. په داسې حالاتو کې اوس دا بحث هم پیل شوی دی چې په نړۍ کې د اټومي انرژۍ راتلونکې څه ده؟


دي ایکونومېسټ مجله لیکي تېر کال په جاپان کې څونامي راغله، او تر دې وروسته د فوکو شیما ډایچي شپږ اټومي بټۍ ویلي شوې او له کاره ولوېدې. د دې بټیو خرابېدو له کبله د تابکارۍ شرحې د ډېر تاوان اندېښنې پیدا کړې وې.

دا مهال په جاپان کې ۵۴ اټومي بټۍ دي چې په کې یواځې دوه کار کوي او نورې ټولې تړلې دي. دا ټولې بټۍ په جاپان کې د برېښنا جوړولو لپاره کارېږي. تر ۲۰۱۰ز کال پورې جاپان د خپلې ټولې بجلۍ ۳۰ فیصده برخه له دې بټیو تر لاسه کوله. خو د تېر کال څونامي نه یواځې په جاپان کې بلکې د نړۍ په نورو هیوادونو کې هم د دې بټیو په اړه پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې.

تر دې وروسته جرمني، چې د نړۍ د اټومي برېښنا ۵ فیصده برخه پیدا کوي، و یې ویل اټومي بټۍ به وتړي. د ایکونومېسټ مجلې تر مخې، تر دې وروسته دا ښکاري چې جاپان به هم له اټومي انرژۍ لاس واخلي، او په فرانسې کې هم ښکاري چې دې ته ورته کار وشي.

خو مقاله لیکي، پر دې سر بېره، د اټومي انرژۍ کاروونکي هیوادونه نه ختمېږي. که جرمني خپلې اټومي بټۍ پرېږدي نو نور داسې هیوادونه شته چې دا بټۍ واخلي او د خپلو زړو بټیو پر ځای یې ولګوي. په داسې هیوادونو کې برتانیا شامله ده.

همدا راز، هغه هیوادونه چې اټومي انرژي کارول غواړي کېدای شي د اټومي وسلو جوړولو کار هم پیل کړي. د مقالې تر مخې، په نړۍ کې یواځې یو ځای دی چې اټومي وسله لري خو د اټومي برېښنا جوړولو نظام نه لري. دا اسراییل دی. همدا راز، یواځې دوه غیر اروپايي هیوادونه دي چې اټومي بجلي لري خو تر اوسه یې د وسلو جوړولو کار نه دی کړی، دا هیوادونه جاپان او میکسیکو دي. له دې پرته نورو ټولو هیوادونو د اټومي وسلو جوړولو کار هم کړی دی، په دې کې بیا زیاتره دولتونو د اټومي وسلې جوړولو کار پرېښی دی.

مقاله زیاتوي، داسې نه ده چې له نړۍ به اټومي انرژي ختمه شي او هیوادونه به یې نه جوړوي. خو دا ده چې د اټومي انرژۍ موضوع به تر ډېره حده سیاسي وي او اقتصادي به نه وي، مانا دا چې د دې به زیات اقتصادي ارزښت یا تاثیر نه وي.