په شام کې د ټولپوښتنې چین ملاتړ کړی

چین وايي دوی د شام د ولسمشر بشارالاسد له خوا په هیواد کې د تشدد د پای ته رسولو لپاره د ټول پوښتنې د پلان ملاتړ کوي.

دا خبره د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژهايي نن له هغه وروسته وکړه چې په دمشق کې یې له ولسمشر بشارالاسد سره لیده کاته وکړل.

د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ژهايي یون وویل.

دی وايي ( چین د تشدد د پای ته رسولو غوښتنه کوي. چین د شام له ټولو ګوندونو غوښتنه کوي چې پر یوه ځای خبرو ته سره کښېني ، چې یوه پراخ پلان ته د رسېدلو لپاره خبرې وشي ).

بشارالاسد د چارشنبې په ورځ د نوي قانون لپاره د فرورۍ پر شپږویشتمه د ټول پوښتنې او له هغه وروسته د داسې انتخباتو اعلان وکړ چې ډېر ګوندونه به په کې برخه اخلي. خو په دې هیواد کې اپوزېشن دا پلان شرمناک بللی دی او وايي چې حکومت به درغلي وکړي.

په عین حال کې د بشري حقونو کارکونکي وايي چې امنیتي ځواکونو نن پر هغو کسانو ډزې وکړې چې په دمشق کې د احتجاج په ترڅ کې د وژل شوو په جنازه کې راغونډ شوي وو. دوی وايي په دې کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.