د افغانستان د کندهار ولايت چارواکو د پاکستاني چارواکو هغه دعوه رد کړي چې ويلي يې وو افغان ځواکونو په بلوچستان کې ۲ پاکستاني وګړي وژلي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر مشر جاويد فیصل مشال ريډيو ته وويل: "د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ ته دوه تنه ماین ښخوونکي راوښتي وو چې د افغان سرحدي ځواکونولخوا وویشتل شول او ووژل شول.د هغوی یو کلاشنکوف او پنځه دانې ماینونه هم افغان سربازانو په خپله ولکه کې اخیستي دي.دا کسان افغانان وو او دوی د افغانستان په خاوره کې ماینونه ښخول .هغوی د پاکستان په خاوره کې نه بلکې په افغانستان کې دننه وزل شوي دي."
تر دې وړاندې د بلوچستان د لیویز مشر رسالدار محمد عظیم مشال راډیو ته ويلي وو چی افغان ځواکونو دا کسان له افغان پولې سره نيزدې په قلعه سیف الله کې د تېرې جمعې په شپه له نیولو وروسته وژل شوي دي.
دهغه په وينا طالبانو د خپلو ملګرو د مړو د ترلاسه کولو لپاره ورسره د قومي سپين ږيرو له لارې رابطه هم کړي.