ډرون برید د حقاني شبکې لس تنه وسله وال ووژل


د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې امنيتي چارواکي وايي د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو په یوه تازه بريد کې لږ تر لږه لس تنه وسله وال وژل شوي.

چارواکي وايي دا حمله د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه نه شاوخوا۱۶ کلومټره لرې شوې.

په سیمه کې یوه امنيتي چارواکي د خپل نوم اوغږ نه خپرولو په شرط وویل دغو الوتکو د میرام شاه جنوب لورته ۱۶ کلومترۍ کې په سپلګه نومي سیمه کې پر یوه کور دوه توغندي وتوغول، چې له امله د کور یوه برخه هم ونړیده.


نوموړی وايي، د استخباراتي چارواکو له لوري تر لاسه شوي معلومات ښيي، چې په وژل شويو کې زیاتره د حقاني شبکې وسله وال اورپکي وو.

بلخوا له سیمې یوې باخبره سرچینو مشال راډيو ته وویل، چې په نښه شوی کور د حقاني شبکې د اورپکو يو جنګي مرکز و، چې ډیری مهال به ګڼ شمير وسله وال یاغیان پکې اوسیدل خو په خبره يې دا لا نه ده جوته، چې د بريد پر مهال دغلته څومره وسله وال دیره وو.

شمالي وزیرستان د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده، چې د لويدیځو هیوادونو او رسنیو د راپورونو له مخې د القاعده، حقاني شبکې او پاکستاني طالبانو په ګډون بیلابيلې وسله والې ډلې پکې جنګي مرکزونه لري.

د افغانستان دولت په کراتو داسې شواهد وړاندې کړي، چې دغه ډلې له دې ځایه په افغانستان کې دننه پر افغان او نړيوالو ځواکونو د بریدونو پلانونه طرحه کوي.

ددې ترڅنګ ډیر ځله په افغانستان کې دننه نیول شویو ځانمرګیو بریدګرو اقرار کړی، چې په شمالي وزیرستان کې روزل شوی.

د بې پيلوټه امريکايي الوتکو دا بريد، چې په روان میلادي کال کې څلورم هغه دی ی په داسې حال کې شوی، چې د وروستیو راپورونو له مخې د پاکستان پوځ په مشروط ډول له امريکا سره د ځنډیدلیو اړيکو بیرته رغولو او بحالولو ته غاړه ايښې.

د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې وروسته ترهغې وځنډيدې، چې د ناټو پوځي هلیکوپترو دتیر میلادي کال د نومبرپر ۲۶ مه نېټه د مومندو په قبائلي سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه سرحدي پوسته برید وکړ او۲۴ پوځيان يې ووژل.

له دې پيښې وروسته اسلام اباد په افغانستان کې د دیره ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو پرمخ لار وتړله، چې لا هم تړلې ده،خو وروستي راپورونه وايي، چې دواړه لوري ددې لارې دبیرته خلاصولو پرسر یوې پټې موافقې ته سره نژدې شوي.