آی اېس آی د پاکستان په عدالت کې


نيويارک تائمز ورځپاڼۍ ((د پاکستان سپريم کورټ لخوا د استخباراتي اداري آی اېس آی پرضد د يو څو مقدمو د اوريدني او چېلنج کولو)) تر سرليک لاندي مقاله خپره کړي. ورځپاڼه ليکي د سپريم کورټ لخوا دا يو غير معمولی ګام دي او د ځيني څيړنکو په وينا د دي مقدمو کې کاميابی په نظر نه راځي خو بيا ځيني وايي په دې سره په سمدستی توګه د ادارې مخه نيولای شي.

ورځپاڼي د ای ايس ای پرضد د درج شويو مقدمو د اوريدني تفصيل ورکړي، د تيرې چارشنبي په ورځ سپريم کورټ ای ايس ای ته حکم ورکړی چې په ۲۰۱۰ کال کې نيول شوي مشکوک وسله وال عدالت ته وړاندې کړي او د دې خبرې سپناوی وکړي (( د دوي په قبضه کې څنګه په شپږو مياشتو کې څلور بنديان مړه شول.))

دویمه مقدمه به د فروری په ۲۹ نيټه د ۱۹۹۰ کال ټاکنو کې مختلف سياسی مشرانو ته په غير قانونی توګه د ۶.۵ ملينه ډالرو ورکولو او د خپلې خوښې د نتيجو ترلاسه کولو په باب اورېدل کېږي.

ورځپاڼه ليکي له دې کارونو سره ای ايس ای ته موقع په لاس ورغلې چې خلک ونيسي او د هيواد په سياست خپل اثر زيات کړی. خو تېرې ۱۲ مياشتې د دې ادارې لپاره ډيرې مشکلې وې. په ادارې د اسامه بن لادن په پاکستان کې د وژني او بیا په هيواد کې د ممکنه کودتاه نيوکې پرې کيدې. اوس د ادارې واک د سپريم کورټ چېف جسټس افتخار چودري چېلنج کړی دی .

ورځپاڼې د مخالف ګوند يو غړی اياز امير حواله ورکړې، د دوی په وينا دا د ولسی غبرګون نتيجه ده او عدالت یې ښودل غواړی .

ورځپاڼه ليکي د پاکستان پارليمان کې د مخالف ګوندونو مشر چودري نثار د آی اېس آی په قبضه کې د څلور بنديانو د وژلو په اړه ويلي وو چې له پوځه مافیا جوړه شوې. له دې وروسته بیا یو مذهبي ګوند جماعت اسلامی د ای ايس ای اختيارات کمولو پّه اړه د قانون مسوده وړانډې کړه.

ورځپاڼه ليکي د وژل شوي يو بندي ورور عبدل باياس وايي ((دوی ته وويل شو چې په پيښور کې له يو پيړول پمپ سر ولاړ ايمبولينس کې یې د رور مړی پروت دی.)) عبدل بایاس زياته وی ((د دوی د ورور مړی ډير زيات يخ وو او د کارغه په شان کمزوری شوی وو او داسې ښکارېده چې زهر ورته ورکړل شوي وو))

ورځپاڼه ليکي عبدل باياس اندېښنه لري د دوی دوه نور وروڼه چې د آی اېس آی په قبضه کې دي له هغوی سره به هم دغه شان سلوک وشي.


ورځپاڼه په پاکستان کې د لا درکه کسانو او بيا د مهران ګېټ مقدمو تفصيلي حال بيان کړی او څو کارپوهانو نظر یې ليکلی دی. د بشري حقوقو د څار اداره وايي د پاکستان استخباراتي ادارې چې څه خوښه وي هغه کولای شي او د دې کارونو نه ښکاري چې آی اېس آی د پاکستان له قانونه بالاتر ده.

نيو يارک ټائمز ورځپاڼي د ای ايس ای د يو ناڅرګنده چارواکي حواله ورکړې چې د دوی په وينا ((په قانونی توګه ۱۱ کسان د دوی په قبضه کې دي او څلور کسان د تور ژړي یا هيپاټايټس او د زړه د ناروغي له امله مړه شوي)). دغه چارواکي د قيد کسانو په اړه يو دستاويز هم ورځپاڼې ته وړاندې کړې چې ترمخه به یې نيول شوي کسان په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کال بمي چاودنو کې ککړ وو.