پښتونخوا ایس او د لېکچرارانو لګولو خلاف لاریون وکړ

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زدکونکیو سازمان د هغه ۶۰۰ لېکچرارانو د ګمارلو په خلاف لاریون کړی چې د دوی په خبره بې له آزموینو په سپارشونو اخیستل شوي دي.

په لاریون کې یادشوي سازمان تور ولګاوه چې د کنټرېکټ په حساب استاذان لګولو تر شا مقصد دا دی چې خپل نږدې خلکو ته روزګار ورکړل شي او له مېرټ او انصافه سرغړونه وشي،خو د لوړو زدکړو محکمې سیکرېټري وايي ،په کالجونو کې د اُستاذانو سخت ضرورت دی او د پبلک سروس کمیشن له لاري د هغوی ګمارل کېدو ډېر وخت اخیستی.