ناټو وايي له افغانستانه به ځواکونه په ټاکلې نېټه باسي

د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسین

ايسوشیېټېډ پريس خبري اژانس ليکي د ناټو لوړ پوري چارواکي وايي تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغان امنيت ذمه واري افغان حکومت ته د سپارلو په پلان ولاړ دي. دا خبري له هغې روستو شوې چې فرانس له افغانستانه خپل جنګي ځواکونه له ټاکل شوي نيټې يو کال مخکې د ويستلو اعلان کړي.

ايسوشیېټېډ پريس خبری اژانس په دغه لیکنه کې راغلي د ناټو مشر اندرې فوغ راسموسین وايي د افغانستان ولايتونو او د ولسواليو امنيتی ذمه واري آخری پړاو به د ۲۰۱۳ کال په منځ کې پيلوی، له دې علاوه افغان ملي اردو او پوليسو ته د ځينو سيمو ذمه واري سپارل شوې او دا انتقالي بهير يو کال وړانډې پيل شوی وو.

اندرې فوغ راسموسین د رومانيیا ولسمشر تراين باسيکو سره د ملاقات روستو ويل ((دوی د ناټو په ټاکلې تګ لاره ولاړ دي چې په ۲۰۱۰ کال کې د ليزبن کانفرس کې ورباندې سلا شوي وو، چې افغان امنيتي ذمه واري به مرحله وار افغان حکومت ته سپارل کيږی.
ښاغلي راسموسن زياته کړه ((د امنيتي ذمه واري انتقالي بهير شورو شوی او هيله مند دي چې ۲۰۱۴ کال پوري به سر ته ورسي.))

خبري اژانس ليکي تيره اونۍ د فرانس ولسمشر نکولای ساغکوزی ويلي وو د دوی هيواد به د ځواکونو د ويستلو عمل تند کړي او ناټو ته یې ويلي وو تر ۲۰۱۳ کال پورې په افغانستان کې جنګي مشن ختم کړي. فرانس دا اعلان د جنورۍ په شلمه نيټه دیو افغان عسکر په ډزو کې د څلورو فرانسوي سرتيرو د وژلو روستو کړی.

خبری اژانس ليکي دا لا نه څرګنده چې د ساغکوزي لخوا تر ۲۰۱۳ کال پورې امنيتي ذمه واري افغان ځواکونو ته سپارولو خبره به تر څومره حده پورې په ناټو فشار واچوي ځکه چې فرانس به دا خبره د زیارت او د جمعي ورځ د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه کې راپورته کوي. برتانيیا او جرمني لا مخکې د ۲۰۱۴ کال نيټي باندي د ولاړ پاتي کيدو خبره کړي.

بلخوا اي ايف پی خبری اژانس د امريکا د دفاع وزارت يو پخواني چارواکي اين برززنيسکي حواله ورکړي چې د دوي وينا د ښاغلي سرکوزي لخوا ناڅاپه بدلون د امريکا او د ناټو لپاره لوی چېلنج دی.

اې ايف پي خبري اژانس د ځينو څېړونکو حواله ورکړې چې له ټاکل شوې نيټي نه وړانډې د فرانسوي ځواکونو وتلو سره د طالبانو د برياليتوب پروپېګنډې ته تقويت ملاوېدای شي ،په افغانستان کې په بهرملکي ځواکونو بريدونه سيوا کيدای شي او د ناټو اتحادي هيوادونو ترمنيځ د نازک سياسي جوړ جاړي هڅې هم اغيزمنېدای شي.