د باګرام بهرني بندیان خپلو ملکونو ته سپارل کېږي

د افغانستان باګرام زندان


امريکا غواړي د افغانستان په باګرام زندان کې بندي غير افغان بنديان خپلو ملکونو ته وسپاری. په دوی کې ډير شمير پاکستانيان او عربان دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي له دې وړاندې چې امريکا د باګرام زندان چې د پروان د تحقيقاتي مرکز په نامه هم ياديږي، افغانستان ته وسپاري، دوی غواړي په دې زندان کې ځينې غير افغان بنديان خپلو خپلو ملکونه ته وليږي.

د ورځپاڼې په وينا دا کسان يا خو په افغانستان کې دننه د جګړې پر مهال او يا هم په کوم بل هيواد کې نيول شوي دي.

واشنګټن پوسټ د امريکايي چارواکو له خولې ليکلي چې کيدای شي افغان حکومت د دې بنديانواو يا هم پر هغوی د مقدمې په چلولو کې کومه دلچسپي ونه لري. چارواکو ويلي دوی به ډير زر د دغو بنديانو دسپارلو او د هغوی سره د سم سلوک کولو په اړه د دوی د ملکونو سره خبرې وکړي.

چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې د ترهګرۍ د کړنو له ويرې ځينې بنديان داسې دي چې له افغان زندان څخه له خوشې کولو وروسته يې په بند کې ساتل او يا هم پرې ژور نظر ساتل ضروري دي. په دوی کې ډيره انديښنه د يمني بنديانو په اړه ښودل کيږي ځکه چې په يمن کې امنيت ښه نه دی.

په باګرام کې بندي، په غير افغان زندانيانو کې ډير شمير پاکستانيان او تر شلو ډير پکې عربان دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي په لومړيوو سپارل کيدونکو بنديانو کې يونس رحمت الله هغه پاکستانی دی چې کيدای شي خپل ملک ته وسپارل شي. ورځپاڼې د رسنيوو د رپورټونو او يو برتانوي عدالت د اسنادو تر مخه ليکلي چې برتانوي پوځيانو دا کس په ۲۰۰۴ کال کې په عراق کې نيولی وو او امريکايانو ته يې وسپاره چې دوی بيا رحمت الله د برتانيیا له خبرولو پرته افغانستان کې په بند کې واچاوه.

ورځپاڼه ليکي چې تيره مياشت يو برتانوي عدالت د ۲۹ کلن رحمت الله په باره کې په کړې پريکړه کې له خپل حکومته غوښتي چې دا سړی دې د راتلونکې مياشتې (د فرورۍ) تر څوارلسمې نيټې پورې راخوشي کړل شي. د برتانيه حکومت د دې پريکړې خلاف ځواب داخل کړی خو له امريکا څخه يې غوښتي چې رحمت الله دې پاکستان ته وليږي چې د عدالت اطمينان حاصل شي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي په باګرام زندان کې يو بل پاکستانی بندي، امانت الله علي د امريکايي عدالتونو له لارې د خپل خلاصون لپاره کوشش کوي. همداراز د رحمت الله په شمول اوه پاکستاني بنديان د خپل حکومت خلاف له دې امله چې حکومت يې يا خو د دوی په نيولو کې لاس درلود او يا هم د دوی په راخوشي کولو کې ناکامه شوی دی، قانوني چاره جويي کول غواړي.

يو امريکايي چارواکي ورځپاڼې ته ويلي چې د پاکستان او امريکا اړيکې له باګرام زندان څخه پاکستان ته د پاکستاني بنديانو ليږل پيچلي کوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د معلوماتو ترمخه دا وخت په دې زندان کې دوه زره او شپږ سوه (۲۶۰۰) کسان بنديان دي. دا شمير تر ۲۰۰۹ کاله پورې شپږ شوه (۶۰۰) وو.