بلوچستان:د ملېشې ۳ سرتېري د ماېن چاودنې ووژل


نیازموساخېل،کوټه

دراپورو له مخه،د بلو چستان له سرښار کوټې څخه شاوخوا ۳۰۰ کیلومیتره لیري،د جنوب،ختیځ پر لور د ضلعه ډېره بګټي د سویي په سیمه کې د امنیتي ځواک ایف،سي ۳ اهل کاران د ماین په چاودنه کې وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د سویي د لیویزو مشر،رسالدار مېجر دني بخش ووېل،چې د تېر اتوار په ماښام،نږدې ۵نیمي بجې د ملېشې ځواک یو کاروان د تېل او ګېس کمپنۍ انجینیران خپل استوګنځي ته رسول،چې په لاره کې د ٫٫آس رېلي٬٬ په سیمه کې د سړک له غاړې سره ښخ کړل شوۍ ماین باندي د امنیتي ځواکونو یوه ګاډۍ برابره شوه،چې په نتېجه کې یو زوره وره چاودنه وشوه.د چاودنې په ترڅ کې د ملېشې ۳ سرتېري وژل شوي او نږدې هم دومره ټپي شوي دي.

دهني بخش ووېل ،له پېښې وروسته امنیتي ادارو ټوله سیمه په ګېره کې اخیستې او یو څو کسان یې نیولي هم دي.

د بلوچ ریپبلیکن آرمي په نامه یو بلوڅ بیلتون غوښتونکي سازمان د پېښې پړه په غاړه اخیستې او په پېښه کې یې د ملېشې ۵ سرتېرو د وژلو ادعا کړې،البته چارواکیو د دې ادعا پخلی نه دی کړی.

یاده دې وي،د بلوچستان په بلوڅ میشتو سیمو کې وخت نا وخته داسې پېښې رامنځته کېږي او اکثره د دا قِسمه پېښو پړه بلوڅ آزادي غوښتونکي سازمانونه په غاړه اخلي.