لورالایي:د زیارت یو کس د جاسوسۍ په تور ووژل شو

د زیارت د ورچوم یو اوسېدونکی محمد نسیم چې د ادعاوو له مخې وسله والو طالبانو د جاسوۍ په تور وژلی دی


د بلوچستان په لورالایي ضلعه کې د یو کس په ګولیو ویشتل شوی مړی موندل شوی دی.د سیمې پولیس وايي ،له مړي سره یو مشکوک لیک هم پروت وو چې د تحریکې طالبان پاکستان لخوا لیکل شوی دی .په دې کې ادعا شوې،دا کس سرکار ته د جاسوسۍ په تور وژل شوی دی.

د لورالایي د پولیسو مشر،ناصر شاه مشال ته وویل ،د اتوار په شپه ځینو نا څرګنده کسانو له لورالایي ښارګوټي څخه شاوخوا ۶ کیلو میتره لیري د درګۍ په سیمه او د بلوچستان،پنجاب پر لویه لار د یو کس مړی غورځولی وو.دا کس د زیارت ضلعې د ورچوم اوسېدونکۍ وو.دی نږدې شل ورځې مخکي له کوره بې درکه شوی وو .موږ ته لا مالومه نه ده چې هغه څه کارکاوه.د هغه وروڼه راغلل او د ده مړی یې له ځان سره یو وړ.

د پولیسو مشر وايي په لیک کې لیکل شوی وو چې دغه کس محمد نسیم نومېږي،د سرکار جاسوس وو او په څو واره یې د طالبانو ضد جاسوسي کړېده .


په دې اړه مشال ریډيو د وژل شوي کس په پلارني ټاټوبي زیارت کې له ځایي خلکو او چارواکیو سره د نور مالومات اخیستو هڅه وکړه خو هغوی له خبرو ډډه کوله.

د لورالایي د پولیسو مشر،ناصر شاه وایي،دوی په پلټنو بوخت دي او دا وخت نه شي ویلای چې دا کس څنګه پس منظر لري او آیا واقعي طالبانو وژلی هم دی که څنګه.