امریکا د مومندو پر برید ګډې پلټنې کول غواړي

د تورخم پر لویه لار افغانستان ته تلونکې ټانکرې ولاړې دي.

امریکا وايي، خواهش لري له پاکستان سره د هغه برید په اړه په ګډه پلټنې کول غواړي چې له کبله یې په مومندو کې پاکستاني سرتېري ووژل شول.

سپینې ماڼۍ د نومبر د ۲۵مه د شپې په دې برید کې د وژل شویو سرتېرو په سر غمرازي ښودلې ده.

هلته د پاکستان پوځ وايي، د قبایلي سیمې مومندو په تحصیل بایزو کې د ناټو لخوا په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

برید، په بایزو کې د صلللا پر امنیتي پوستې شوی دی.

د بایزو د امن لښکر مشر ملک سلطان مشال راډیو ته وویل، پېښه د صلللا پر امنیتي پوستې د شپې دولس بجې شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د ناټو او ایساف هیلي کاپټرو لخوا دا برید په سختو ټکو کې غندلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي د ناټو هیلي کاپټرو او یوې جنګي الوتکې د ۲۵ او ۲۶ نومبر تر منځ د شپې برید کړی دی.

((دا برید په مومندو کې د پاکستان د پوځ پر دوو پوستو شوی دی. د دې له کبله ۲۴ سرتېري شهیدان شوي او ۱۳ ژوبل دي. پاکستانیو سرتېرو په موثره توګه، له ټولې وسلې سره د ناټو او ایساف د تېري ځواب ورکړ. د پاکستان د پوځ مشر [جنرال اشفاق پروېز کیاني] د دې برید غندنه کړې ده چې په کې د پاکستان د سرتېرو قیمتي ژوند له منځه لاړ.))

بیان زیاتوي، په دې ترځ کې ناټو او ایساف ته قوي احتجاج شوی دی.

په قبایلي سیمې خیبر اېجنسۍ کې یوه حکومتي چارواکي، مطهر حسین مشال راډیو ته ویلي، تر دې بمبارۍ وروسته دوی د مرکزي حکومت د چارواکو په وینا د خیبر اېجنسۍ له لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د سامان وړلو لار تړلې ده.

په کابل کې د نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف یوه ویاند جنرال کارسټین جیکبسن له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل، دوی اوس مهال د پېښې په اړه د مالوماتو په ټولو بوخت دي.

((د اوس لپاره موږ د وژل شویو کسانو شمېر نه شو تاییدولی. خو موږ دا پخلی کوو چې تېره شپه (د نومبر ۲۶مه) د افغانستان و پاکستان پر پوله یوه پېښه را منځ ته شوې ده. موږ باید د دې پېښې په اړه تحقیقات وکړو او وروسته به له یوه بیان سره راشو.))

تېر کال هم چې د ناټو هیلي کاپټرو په یوه برید کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي ول نو پاکستان هغه وخت هم ناټو ته د سامان وړونکو ګاډو پر مخ لارې تړلې وې.