“د زیارت میلمه پالي پښتانه “

د مشال خبریال نیاز موسا خیل د حجرې پروګرام له کوربنو او میلمنو سره



په زیارت کې د مشال د حجرې حال

نیازموسا خیل،کوټه

زیارت د بلوچستان له سر ښار کوټې شاوخوا ۱۰۰ کلو میتر لیري،د ختیځ پر خوا پروت غرنۍ ښارګوټی او یوه ځانګړې سیمه ده چې د اوبښتو (صنوبر) په ونو پوښلې ده.د اوبښتو دا ځنګل د نړۍ دویم او د اسییا لومړی تر ټولو غټ هغه بلل ګڼل کېږي،چې پر۱،۲۶۰۰۰ ایکړه مځکه مشتمله دی.

دلته خلیپت غر دی،چې جګوالۍ یې۳،۴۸۸ میتره دی او دا د بلوچستان دویم تر ټولو دنګ هغه بلل کیږي (د صوبې تر ټولو جګ غر په کوټه کې ٫٫لوۍ سر نیکان دی.

زیارت یوه ښکلې سیمه ده،لاکن دا ښکلا هغه وخت له ورانۍ سره مخامخ شوه،کله چې په کال ۲۰۰۸م،د اکتوبر پر ۲۹مي نیټې دلته یوه ورانونکې زلزله راغله.که څه هم په دې کې ځاني نقصان کم وشو،یاني شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه او ګڼ شمیر ټپیان شو؛مګر مالي تاوان!مالي تاوانونه تر اندازې هم بیخي زیات وشو.یو کور،یوه کوڅه او یو چت نه دی پاته شوی.

دلته په انګریزی دوره کې په ۱۸۹۲ م کال جوړه شوې یو ښکلې ودانۍ ده چې د لیدو لپاره یې د پاکستان له لرو لرو سیمو خلک وراځي.

د پاکستان باني محمد علي جناح د خپل ژوند وروستۍ شپې هم په دغه ښکلې انګلیسي ودانۍ کې تېرې کړې وې چې اوس د هغه په نامه یادېږي.
د زیارت پخوانۍ نوم ٫٫غوڅکۍ٬٬ وو.وروسته د بابا خرواري د مزار په مناسبت سره د دې نوم ٫٫زیارت٬٬ کېښودل شو.بابا خرواري یو صوفي بزرګ وو،چې د ۱۸مې پیړۍ په پېل کې دلته وخت تیر کړی.د ده مزار ،له زیارت ښارګوټي څخه شاوخوا ۹ کیلو میتره د جنوب په خوا کې دی.

زیارت د تیرې پیړۍ په مینځ کې د برتانوي نوآبادیاتي نظام لاندې راغلو او په ۱۸۸۷ م کال کې د ٫٫برټش انډیا٬٬ یا برطانوي هند تر واک لاندي راغلو.

په ۱۹۰۳ کال کې چې کله سیوۍ ته د ضلعې درجه ورکړل شوه،نو زیارت یې د دوبي لپاره مرکز و ټاکل شو.په کال ۱۹۸۶ کې زیارت ځان ته ضلع جوړه شوه او په کال ۲۰۰۱ کې له ضلع لورالایي څخه د ٫٫سنځاوۍ٬٬ تحصیل بېل کړل شو او دا د زیارت ضلعې یو تحصیل وګرځیدی.دا وخت زیارت ضلع هم پر دغو دوو تحصیلو،زیارت او سنځاوۍ مشتمله د بلوچستان یو له دیرشو(۳۰) ضلعو څخه یوه ضلع ده،چې شاوخوا ۱،۴۰۰۰۰ نفوس لري.

زیارت د اوبښتو ځنګلونه لري او ډېر زړه راکښونکې منظرې لري


زیارت د بلوچستان نامتو سیلانۍ سیمه ده،چې هر کال د مارچ له میاشتي بیا تر سپټمبر پوري په زرګونه سیلانیان د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه ورته راځي.په زیارت کې تر ۹۹ فیصد زیات وګړي پښتانه دي چې ډېری یې کاکړان دي.


په زیارت کې د خلکو د معاش زیاته برخه د یوې اندازې له مخه تر ۶۵ فیصده هم زیات له زراعت او مالدارۍ سره تعلق لري.

چې کله زه د ٫٫حجرې پروګرام ٬٬ لپاره زیارت ته ورسیدم ،نو ګڼ خلک په انتظار وو او د دوی انتظار دا څرګندولو چې هغوی په زړه کې ډیر څه لري او دا تمه یې هم لرله چې مشال راډیو به یې د زړه خواله تر هر چا رسوي.

زیارتوالو له مشال سره خورا مینه ښکاره کړه او د خپلي دغې مینې تنده یې په درنه میلمستیا ماته کړه.د دوی له میني او خلوص څخه دا مالومېدل چې د دوی د میلمستیا دروازه محدوده نه،بلکه د هر چا لپاره خلاصه ده.

یعقوب کاکړ،چې د زیارت آزاد خبریال دی او د حجرې په راغونډولو کې یې له موږ سره مرسته کړې،د حجرې رسمي مجلس په خپلوکلماتو پیل کړو:٫٫زیارت یوه ښکلې سیمه ده،لاکن دا ښکلا هغه وخت له ورانۍ سره مخامخ شوه،کله چې په کال ۲۰۰۸م،د اکتوبر پر ۲۹مي نیټې دلته یوه ورانونکې زلزله راغله.که څه هم په دې کې ځاني نقصان کم وشو،یاني شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه او ګڼ شمیر ټپیان شو؛مګر مالي تاوان!مالي تاوانونه تر اندازې هم بیخي زیات وشو.یو کور،یوه کوڅه او یو چت نه دی پاته شوۍ.سړکونه په داسي شوي،چې کله موږ مریض تر روغتونو رسوو،نو د هغه وضع د خرابو سړکو له وجي نوره هم خرابه شي.له موږ سره غیر سرکاري ادارو ډیري مرستي وکړې،مګر افسوس!چې کله په سیند او پنجاب صوبه کې تیر کال سیلاوونه راغلل،نو دوی موږ په منځ کې پریښودو او هلته سیلاب ځپلو ته یې ځان ور ورسولی او حکومت!حکومت خو هیڅ هم نه وکړل.یواځې دومره پېسې به یې راکړې چې په هغو به خلکو دیوال هم نه شو جوړولۍ.٬٬

دا په زیارت کې د برتانوي ښکېلاک د دورې یوه ښکلې ودانۍ ده


د یعقوب کاکړ وینا لا په ختمیدو وه چې یو بل کس صلاح الدین د حجرې مجلس پر مخ بوتلی:٫٫ګوره،زیارت زرعي سیمه ده او تر ۹۰ فیصده پوري خلک له زراعت سره اړه لري،لاکن له زلزلې وروسته د دوی زراعت وران شو او لا هم پر پښو نه دی دریدلی.خېریه موسسو کارونه وکړل،لاکن هغه یوازي بیړنۍ مرستې وې چې دوی په شپږ میاشتو کې وکړې.مخته د بیا رغونې کارونه یې نه دي کړي.له یوې خوا دغه وضع ده،له بلي خوا بیا د بجلۍ لوډشیدنګ یا تګ را تګ دی،چې د خلکو زراعت یې نور له وراني سره مخامخ کړ.په ۲۴ ساعتو کې یوازي ۳ ساعته بجلي راځي.هغه هم دا رنګه،چې د څراغ رڼا تر زیاته ده.٬٬

له ښه مرغه په حجرې کې د زراعت د محکمې یو چارواکۍ شاه جهان هم ناست وو، چې دفصلو په اړه کار کوي.د زراعت په اړه د خلکو نیوکې مې د ده مخې ته کښیږدې،نو ده په ځواب کې وویل چې دوی هڅه کوي،د خلکو ستونزې هوارې کړي.اوس دوی ته خورا زیات فنډ تر لاسه شوی،چې د خلکو ستونزې په حل کړي.که څه هم د دغه فنډ لپاره په زرګونو نومونه جمع شوي،مګر دوی به یوازې له هغو زمیندارانو سره مرسته کوي، چې حقداره وي.

د حجرې مجلس وو.هر چا پکې ږغا کوله.یو ځوان صدیق کاکړ را مخته شو او وه یې ویل،دی به د ابلاغ او د ټیلیفون د ستونزو په اړه وینا وکړي:٫٫په ۱۹۷۵م کال کې دوی ته د ټیلیفون ایکسچینج خلاص شوی وو.هغه له بده مرغه په دې یاد شوې زلزلې کې وران شو او زموږ د سیمي شاوخوا ۲۰۰ مځکني ټیلیفونونه نا کاره شول او تر دې دمه لا وضع هم دغه شان ده.یاني ته سوچ وکړه،حا لاتو له موږ څخه د ۱۹۷۵ م کال پر مختګ هم له لاسه را څخه واخیستی او په دغه پرمخ تللي وخت کې هم موږ د ټیلیفون آسانتیا په دې نه لرو چې حکومت زموږ خراب شوي ټیلیفونونه نه را رغوي.٬٬

زیارت په ژمي کې ښه سوړ وي او غرونه یې په سپینو واورو پوښلي وي


د زیارت حجره په دې هم د خلکو د خوښي سبب روانه وه چې په دې کې سرکاري اهل کار هم پکې ناست وو.د صدیق کاکړ د ټیلیفون په اړه د ستونزي ځوابولو لپاره هم د ټیلیفون کمپنۍ،پي-ټي-سي-ایل یو چارواکۍ،نصیب الله موجود وو.ده وویل:٫٫زه د لاین مین په توګه په یاد شوي اداره کې کار کوم.چې زلزله وشوه،نو په کلي احمدون کې ۲۳۰ نمبرونه له موږ سره وو،خو هغه ټول خراب شو.ما ډیره هڅه وکړه او تر لوړ رتبه چارواکیو مي په بیا بیا ستونزه ورسوله،مګر هیچا و ما ته غوږ نه کیښود.بیا اوس مې له هڅو وروسته د یوې شخصي موبایل کمپنۍ آسانتیا کلي ته راوړه،مګر هلته هم کله ډیزل وي او کله نه،یاني کله سیګنل وي او کله نه.ما خپله هڅه کړې،لاکن بالا څوک سر نه خلاصوي.٬٬

زیارت یو له هغو خوش بخته ښارګوټو او سیمو څخه دی،چرته چې د ګیس آسانتیا راغلې،ګني په بلوچستان له له کوټي ما سیوا،نوري ډیري کمي لیري پرتې سیمي دي،چرته چې ګیس شتون لري. د زیارت د یوه کلي اوسیدونکۍ،مولوي جلال الدین په دغه اړه وویل چې د دوی وخوا ته ګیس نشته او چې چري هم وي،هلته بیا د ګیس تګ را تګ او پریشر ډیري لوي ستونزي دي.

"اوس هم د زیارت په بېلابېلو سیمو کې ګیس نشته او یا بیا د کم ګیس راتلو ستونزه ده،د کوم له وجي چې د اوبښتو ځنګل له خطر سره مخامخ دی،ولې چې خلک د اور لپاره د ځنګل قیمتي لرګي ماتوي او دغه رنګه ځنګل ته تاوان ورکوي.که څه هم حکومت د ځنګل ساتونکې په کار ګمارلي،مګر اوس ستونزه د دوی تر وس هم تیره شوې".

د زیارت کښت کرونده هم ښه فصلونه ورکوي او ددې سیمې منې ډېرې خوږې دي


مولوي جلاالدین مخته وویل،باور به نه وکړۍ،اوس هم د دوی په کلیو کې خلک هغه د پخوا په شان لالټینونه او څراغونه بلوي،ولي چې بجلي نشته اوبل د اړیکې ساتلو لپاره دوی د ټیلیفون سهولت نه لري او هم هغه د پیړیو پیړیو پخوانۍ طریقې په شان په تګ او مزل سره یو د بل له حاله خبریږي.

د زیارت خوندوره او په زړه پوري حجره سوکه سوکه د وخت له تنګې لمنې سره مخا مخ کیده،نو ځکه ژر تر ژره مي له سیمي څخه د قامي اسمبلۍ غړۍ،مولوي آغا محمد د ټیلیفون له لاري میلمه کړی او د خلکو د زړه خواله مي مخته ورته وړاندي کړه.د ده ځواب وو:٫٫په کروړنو روپۍ مي زیارت ته ورکړې او د سیمي په لیري پرتو کلیو کې مې په خپل فنډ کارونه کړي.پاته سوه د ګیس او بجلۍ ستونزه،نو دا یوازي دلته نه،بلکه د ټول هیواد ستونزه ده.خو بیا هم د دوی نیوکې پر ځای او زموږ په پام کې دي.٬٬

په زیارت کې د مشال حجره په داسي حال کې ختمیده،چې د ماځیګر لمر هم سوکه سوکه په ډوبیدو وی او د شپې تورو تیارو ته د راتلو بلنه یې ورکوله،مګر د زیارت د خلکو له څیرو داسي مالومیدل،چې دوی له تیارو نه ویریږي او د ستونزو،زلزلو او پریشانیو په دوران کې هم، دوی همیش د خوشحاله او ځلانده سباوون اُمېد لري.ځکه خو نو ویل کیږي،چې زیارتوال میړني او باتوره خلک دي.