ستراتیژیک تړون او د منطقې نوی سیاسي شالید(منظرنامه)

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د هند لومړی وزیر من موهن سینګ پر نوي ستراتيژیک تړون لاسلیک کوي

د افغانستان او هند ستراټيجیک تړون په ۲۰۰۱ م کال د طالبانو د ریژیم له راپرزيدو وروسته د دواړو هيوادونو تر مينځ په اړيکو کی يو لوی پر مختک بلل کيږي.

خو دې تړون پاکستان په داسي حال کې اندېښمن کړي چې ددې هيواد لا وار د مخه د هند په افغانستان کې پر نفوذ اعتراض لري. که د پاکستان له هند، امريکا او افغانستان سره اوسنيو اړيکو ته و کتل شی نو دا وخت پر دې هيواد په ظاهره دائره را تنګه شوې ده .د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه ليفټننټ جنرل طلعت مسعود هم دې طرف ته په اشاره سره وايې چې ستريټيجک تړون پاکستان په رښتیا هم انديښمن کړی دی خو بيا هم له دې هيواد سره په افغانستان کې له هند سره د مقابلې بله لاره هم شته....

“”هند که په افغانستان کې خپل اثر ورسوخ زياتوي نو ښه مقابله يې داسي کیدلی شی چې پاکستان په افغانستان کې خپل اثر و رسوخ داسي زیات کړې چې افغانستان او ولس يې سوچ وکړې چې پاکستان د دوی د ګټو لپاره هلته خپل نفوذ ساتي.“”

ځينی کارپوهان بيا د هند او افغانستان نزديکت ته په ۲۰۱۴ ز کال کې له افغانستان څخه د امريکايې ځواکونو د وتو وروسته په رامينځ کیدونکو حالاتو کې د ګاونډی هيوادونو د رول د ټاکلو د پلان برخه بولي. طلعت مسعود وايې داسي ښکاري چې امريکا په ټوله منطقه کې د هند اثر ورسوخ غواړي.

“”په څه طريقه چې امريکا د هندوستان مرسته کوي نو زما په خيال غواړي د هندوستان په مينځني ، جنوب مشرقی او جنوبې ايشيا کي يو رول وي.نو دا دپاکستان لپاره د پريشانی خبره ده ځکه چې له هند سره ښې اړيکي نه لري.ډيره ضروري ده چې هندوستان له پاکستان سره هم اړیکي ښې کړي او خپله پاکستان ته هم له خپلو ګاونډيو سره داسي اړيکي ساتل پکار دي چې هغه ځيني فکرجن نه وي. تر ټولو ښه پاليسی داده چې پاکستان خپل ځان په کورنی توګه مضبوط کړي . بيا به تاسو و ګوری چې نوره نړی به هم دده په لور جهکاو ولري. “”

د افغانستان د سياسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی بيا وايې چې د امريکايې ځواکونو له وتو سره سم افغانستان تينګو ملګرو ته اړتيا لري او پاکستان کولی شي د استخبارتی اثر او نفوذ پر ځای له ډپلو ماټیکو لارو خپل نفوذ وساتي.

“” دافغانستان دولت په ۲۰۱۴ ز کال د امریکایي او نړیوالو ځواکونو له وتو وروسته یوې نوې ستراتیزۍ او پیاوړو نړویوالو ملګرو ته ضرورت لري.او په دې سیمه کې پیاوړی دولت ورته هندوستان دی. زه فکر کوم دا په پاکستان پورې اړه لري چې څومره د ښه نیت او څومره سالمه ډپلوماسي لوبوي.چې د خپل دودیز دوښمن هند د نفوذ مخه ونیسي.نو پکار ده چې په دې اړوند خپله تګلاره بدله کړي. “”

خو په هند کي د سیمي د سیاسي چارو کارپوه کلديپ نیر بيا يو ګام وړاندي ځي او وايي پکار وو پاکستان هم د سټريټيجک تړون برخه جوړ شوی وائ.

“”دا به ډیره ښه خبر واﺉ که درې واړو ملکونو یانې پاکستان، افغانستان او هند د سټريټيجک تړون پر دستاويز لاسليک کړی واﺉ ځکه درې واړه په منطقه کې يو شان شريکي ګټې لري. خو اوس چې د افغانستان دا شک دی چې پاکستان په مکمله توګه د طالبانو په خلاف جګړه نه کوي او له حقانې شبکې سره لاس لري نو ځکه زه وايم چې له دې تړون سره خبره نوره هم پيچلې شوه. زه وايم چې په ۲۰۱۴ ز کال کې چې امريکا له افغانستان څخه د وتلو خبره کوي نو که په داسې حال کې درې واړه ملکونه د طالبانو مخه نه نيسي نو بيا د طالبانو له لوري بيرته د سيمو نیول څه ګران کار نه دی. نو زه به په پای کې ووايم چې بايد پاکستان له هند او افغانستان سره کښېني او وګور ي چې د ټولي منطقې ګټه په څه کې ده او هغه څنکه سمبالېدای شي“”

خو درې واړه کارپوهان په دې خبره زور ورکوي چې بايد په سيمه کې د منفی سیاسی سیاليو پر ځای د افغانستان ګاونډي سیمه ییز هيوادونو په ګډه په دې هيواد کې مثبته سيالي پر مخ يو شي.