د افغانستان استخباراتي اداره ادعا کوي چې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني د وژلو پلان په پاکستان کې تیار شوی وو.
د یادې شوې ادارې ویاند لطف الله مشعل له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل ،نیول شوی تن هغه کس دی چې د استاد رباني د وژلو لپاره یې څانمرګی برید کونکی کابل ته رسولی وو.
دده په خبره ،له نیول شوي تن څخه یې داسې باوري اسناد ترلاسه کړي چې ښيي د پاکستان د کوټې ښار په سټلایټ ټاون کې د طالبانو د شورا لخوا د استاد رباني د وژلو منصوبه جوړه شوې وه.
لطف الله مشعل وايي، له نیول شوي کس نه د ترلاسه شویو اسنادو کاپیانې یې په کابل کې د پاکستان سفارت ته سپارلي دي .
خو د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني پرون وویل ، دوی تر خپله وسه د برهان الدین رباني د وژنې د تحقیاتو په اړه له افغانستان سره مرسته کړېده. هغه زیاته کړه چې افغان ولسمشر حامد کرزی د رباني د وژنې په اړه ځینې غلط فهمۍ لري.
برهان الدین رباني د سپټمبر پر شلمه نېټه په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.