د لیبیا له سرت ښاره خلک وتلي دي

رپوټونه وايي چې د لیبیا د سیرت له ښار څخه په داسې حال کې خلک وتلي چې د لنډمهاله حکومت ځواکونو د لرې کړل شوي واکمن معمر قذافي د پلویانو پر ضد بریدونه زیات کړي دي.

رپوټونه زیاتوي چې د جمعې په ورځ پر دې ښار له ختیځ او لوېدیځ لور څخه بمبارۍ او د ټېنکونو له خوا ډزې روانې وې ، له ښار څخه تور لوګي پورته کېدل او د نېټو الوتکو په هوا کې پروازونه کول. بل پلو د دې ښار په ختیځو سیمو کې هم د جګړې رپوټونه دي چیرې چې د لنډمهاله حکومت ځواکونه له تېرو پنځو ورځو راهسې ایثار دي.