په سند کې سیلاو ځپلي تر ۸۰ لکه زیات شو

سیلانو ګڼو کرونو او ولاړو فصلونو ته تاوان رسولی دی.


د پاکستان د سند صوبې چارواکي وايي په صوبه کي د سېلاو ځپلو شمير د اتيا لکو نه زيات شوی دی .
د سند صوبې د افاتونو د نظم ادارې د چارواکو لخوا جاري کړل شوې تازه شمېرې ښيي چې د وژل شوو کسانو شمير ۳۵۲ ته رسيدلی دي چي په کې ۹۳ ښځې او ۸۳ ماشومان شامل دي.

بلخواملګرو ملتونو د پاکستان د سېلاو ځپلو لپاره د ۳۵۷ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د سېلاونو له کبله په لکونه کورونه او پر میلیونونه اېکړه ځمکه ولاړو فصلونو ته تاوان رسېدلی دی.

ملګري ملتونه وايي د سېند په نزدې هره ضلعه کې او د بلوچستان په ګڼو ضلعو کې هم سېلاو راغلی دی.