د سولې په خاطر وسله وال خوشي کوو.د سولې عالي شورا

پروفیسر برهان الدین رباني په کندهار کې خبري غونډې ته د وینا په حال کې



سيدشاه سقیم - کندهار

د افغانستان د سولې د شورا مشر پروفيسر برهان الدين رباني وايي چې په افغانستان کې د سولې د راتګ او د دولت د مخالفو وسله وال د بېرتو له دولت سره د يو ځاى کولو په موخه به زندانانو لټوي او هغه کسان به بېرته خوشي کوي بې ځايه نيول شوي دي.

استاد رباني زياتوي چې د تېر په پرتله دا مهال د افغانستان په جنوب کې امنيتي حالت ښه شوى دى او دوى به د دولت د مخالفو جنګياليو د باور د ترلاسه کولو د پاره تر خپله وسه هڅې وکړي.

(( مونږ کوښښ کوو چې د دوى د اعتماد د راجلبولو د پاره ټول هغه مشکلات چې دوى ورسره مخامخ دي له مېنځه يوسو چې له هغو څخه يو هغه کسان راخوشي کول دي چې دا مهال په ګونتانامو کې بنديان دي او يا هم بې ګناه د افغانستان په زندانو کې شپې تېروي ))

که څه هم د بهرنيو او کورنيو سرتېرو له لوري د شپې له خوا په کورونو چاپې او هوايي بمبارۍ ددې لامل ګڼل کېږي چې ګواکې د وسله والو له دولت سره د يو ځاى کېدو مخه يې نيولې ده خو استاد رباني وايي چې دغه علميات تر هغه وخته پورې نه شي درولاى تر څو پورې چې د وسله والو د رهبري مرکز د سولې غوښتنې نه وي منلې .

(( تر هغه وخته پورې چې بل جانب رسمآ د سولې خپل اعلان ونه وکړي دا ناممکنه خبره ده چې يو طرفه سوله دي وشي، که څه هم ډلې ډلې طالبان همکاري کوي او له دولت سره يو ځاى کېږي خو لا هم دوى د رهبري مرکز خبرو ته رسما نه دى تيار کله چې دوى اعلان وکړي چې مونږ سولې ته تيار يو بيا نو زما په خيال جنګ ګټه نه کوي ))

د سولې د دارلانشا مشر معصوم ستانکزى بيا وايي چې دا مهال د سولې د شورا يوازينۍ غوښتنه دا ده چې د افغانستان په کليو کې جګړه پاى ته ورسېږي. خو وايي چې دغه کار هغه وخت کېداى شي چې دواړه غاړې دا ومني چې مسوليتونه به د افغانستان پوځ او امنيتي ادارو ته سپاري او په يو مېز به خبرو ته کښېني.

(( د هغو اول مشکل امنيت تر څه وخته پورې چې يې دغه مشکل نه وي پوره شوى که کور ورکول شي که کار هيڅ ګټه نه کوي . له خلکو سره ښه رويه ، د دوى د امنيت ساتل او هغه کسان ساتل چې راسره يو ځاى کېږي زمونږ تر ټولو لومړنۍ دنده ده . ))

دده په خبره هغه کسان چې سوله منې او دولت سره يو ځاى کېږي دوى به يې تر ټولو لومړى د سر ساتنه کوي.

دى وايي چې دا مهال د سولې د شورا له خوا يوه کمېټه هم جوړه شوې چې په زندانونو ورګرځي او هغه کسان چې د غلط راپور له امله بې ګناه بندي شوي بېرته خلاص کړي دده په خبره هغه کسان چې د سولې له پروسې سره يو ځاى کېږي نومونه به يې له هم تور ليسټ څخه ايستل کېږي.

(( هغه تدابير چې بهانې وې چې ويل به يې ادرس نه لرو هغه تدابير نيول شوي دي ، چې ويل به يې زمونږ نومونه په تور ليسټ کې شامل دي هغه يې هم رفع شوى دى د ډېرو کسانو نومونه له دغه ليسټ څخه ايستل شوي او هغه کسان چې د سولې له پروسې سره يو ځاى کېږي نومونه به يې له تور ليسټ څخه ايستل کېږي. د بنديانو په باره کې د سولې د شورا له خوا يوه مستقيله کمېټه جوړه شوې چې هغه کسان را خوشي چې بې ګناه دي او يا هم د غلط راپور په نتېجه کې نيول شوي د ي))

د سولې د عالي شورا د چارواکيو په خبره په دې سربېره د جنوبي ولايتونو د پاره په کندهار کې د سولې يو حوزوي دفتر هم خلاصوي چې له دې سره به هغو جنګياليو ته چې غواړي له دولت سره يو ځاى شي کار نور هم اسانه شي.