ایم کیو ایم په هدفي وژنو کې لاس نه لري: الطاف

د پاکستان د متحده قومي موومنټ مشر الطاف حسین یو ځل بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی.

د جمعې په ورځ د انګلستان په لندن کې د خبري غونډې پر مهال الطاف حسین دا تورونه رد کړل چې ګواکې د ده ګوند د کراچۍ په هدفي وژنو کې لاس لري. الطاف حسین وویل: ((نن سپینې خبرې کول غواړي)) ځکه ورته مالومه نه ده چې بیا به خبرې وکړای شي او که نه؟ ده وویل د پاکستان تاریخ له درواغو او دوکو جوړ دی؛ او د دې هېواد یو نسل ته هم سم تاریخ نه دی ښودل شوی. الطاف حسین د سپریم کورټ لخوا د کراچۍ د حالاتو په اړه د اخیستل شوي سو موټو نوټس په اړه وویل چې د عدالت تر فیصلې وروسته به خپل غبرګون ورکوي. د ایم کیو ایم د مشر خبري غونډه تر درې ګېنټو روانه وه.الطاف حسین دا خبرې پر داسې مهال کړې دي چې په پاکستان کې د ژوند د هرې طبقې لخوا د نورو ګوندونو او ډلو په مقابله کې پر متحده قومي موومنټ د کراچۍ د حالاتو د خرابولو تورونه زیات لګېږي.