د طالبانو لخوا د نیول شوي خبریال خاطرې

امریکايي خبریال جېري وان ډایک چې طالبانو بندي کړی وو.



سرچینه : دي نیشنل انټرسټ ( مجله )
ژباړه : نجیب عامر مشال راډیو ( پراګ )


دي نیشنل انټرسټ مجله لیکي په تیر جولايي میاشت کې په افغانستان کې د خپلې دندې د پريښودلو نه وړاندې جنرال ډیویډ پیټریوس او دویم لوی کوماندان ( جنرال ډان روډ ري کویز ) ویلي وو چې دامریکا متحده ایالات به دراروان ژمي نه په افغانستان کې خپله توجه دافغانستان د جنوبي برخو نه مشرقي برخو ته اړوي.

د مقالې لیکوال ( جیري - وان - ډایک ) لیکي په ۱۹۷۳ کال کې چې دی ځوان وو دکابل نه په خپل زوړ واکس واګون موټر کې پېښور ته تللی و . دی وايي دا یو داسې سفر و لکه څوک چې د اتوار د ورځې په رخصتۍ ووځي.

دی وايي بل وارې په ۱۹۸۱ کال کې چې د نیو یارک ټایمز سره یې د اذاد خبریال په توګه کارکولو پېښور ته ورغلی و ، ده د مجاهدینو سره سفر کړی و چاچې د امریکا په ملاتړ د شوروي ځواکونو خلاف جنګ کولو.

دی وايي د پېښور نه د قبایلي سیمو په لاره جلال اباد ته تللی و او هلته د جهادي کو ماندان حقاني سره یې استوګنه لرله . دی وايي چې بیا وروسته د افغانستان جنوبي برخو ته یې هم سفر کړی و .

لیکوال ( جیري - وان - ډایک ) وړاندې لیکي چې په دریم ځل په ۲۰۰۱ کال کې چې د CBS تلویزون سره یې کارکولو کابل ته تللی و . دی د زوړ کابل په لټون کې و چې دده په وینا به یو وخت د مشرق پاریس بلل کیدو. دی وايي سرحدي سیمو ته یې هم سفر وکړ او یو وار بیا د افغانستان جنوبي سیمو ته لاړو . دی وايي دهغه کس په اړه یې فکر کولو چې په خپله زړه وسله د سرو شوروي ځواکونو خلاف و جنګیدو او دده ژوند یې وژغورلو .

جیري وړاندې لیکي چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو په منځ کې یې د پښتنو په جامه او بڼه د افغانستان او پاکستان ترمنځ قبایلي سیمو ته سفر وکړ، او ددې خبرې راز یې معلومول غوښتل چې طالبان اصلا څو ک دي ؟ او له دې لارې یې غوښتل چې د القاعده په اړه هم معلومات تر لاسه کړي.

دی وايي په ۲۰۰۶ کال کې په اول ځل یوې غرئیزې سیمې ته لاړو ، خو داسې یې وانګیرله لکه پخوا چې هم کله هلته د حقاني د کسانو سره تللی وي.هرڅه هماغسې وو ، بس یو دا خبره بدله وه چې ده ته اوس دد ښمن په نظر کتل کیدل.

جیري وان ډیک وايي د یو پوخي ټینک په واسطه دوی هغه سیمې ته لاړل چیرته چې د ( پاټ ـ ټیل ـ مین ) په نوم یو امریکايي سرتیری او د فټ بال یو ستوری وژل شوی و . دی وايي خپل لارښود ته د مشرق په لوري په اشارې کولو سره ویلي وو : طالبان د هغه پولې نه دې خوا ، را اوړي ، جلال االدین حقاني هغلته دی . نن هغه د حقانې شبکې مشر ي کوي،او د افغانستان په مشرقي سیمو کې د خطرناکو وسله والې ډلې سردار دی.

لیکوال وايي په ۲۰۰۷ کال کې یې د طالبانو سره په غرئیزه سیمه کې وکتل ، د ابو حمزه په نوم یو ځوان ورته ټوپک نیولی و ، دهغه ترشا یو یو څوک بل هم کوټې ته داخل شو او هلته کیناست ، ترې مې وپوښتل : ولې جنګیږئ ؟ ځواب یې راکړ : موږ جهاد کوو : څوک مو ملاتړ کوي ؟ ځايي مشران او پاکستان ، موږ په غرنیو سیمو کې وسیږو ، خو د روزنې لپاره پاکستان ته ځو ، کله نه کله هغوي زموږ روزلو ته راځي ، موږ پوهیږو چې هغوی پوځیان دي خو هغوی ږیرې لري.

جیري وان ډیک وايي ما داسې وانګیرله چې دوی ما نه وژني ، ځکه چې هغه یو پښتون دی او د پښتون ولۍ له مخې به دا کار ونه کړي. د نوموړي په وینا ورته وویل شول چې په پاکستان کې اسلامي ګوندونه او یو شمیر خلک ددوی ملاتړ کوي ، ځکه دوی د اسلام لپاره جنګیږي. لیکوال د هغه نه پوښتنه کوي کوم یو درته غوره دی ؟ اسلام که پښتون ولي ؟ ځواب ورکول کیږي چې اسلام . لیکوال وايي په اتیایمه لسیزه کې ورته د همدې پوښتنې په ځواب کې دکندهار یوه قبایلي مشر چې هغه وخت په کوټه کې اوسېدی لکه اوس چې طالب مشران پکې اوسېږي راته وویل چې تر اسلامه ورته پښتون ولي غوره ده .

جیري وايي د ابو حمزه نه یې وپوښتل په تاسو او مجاهدینو کې څه فرق دی ؟ هغه ورته وویل : فرق نشته هغوی د شورویانو د ویستلو لپاره جهاد کولو دوی د امریکایانو د ویستلو لپاره مبارزه کوي. ابو حمزه ورته داهم ویلي وو چې د پاکستان اسلامي ګوندونه د ای ایس ای سره لاس لري.

جیري وايي هلته دمنځني ختیځ په بڼه خلک هم ګرځیدل چې په عربي ژبه یې خبرې کولې ، هغه د القاعده کسان وو ، ابو حمزه ورته وویل چې القاعده هم د اسلام لپاره جنګیږي خو ددې ځای واک زموږ په لاس کې دی.

لیکوال همدارنګه ادعا کوي چې وروسته یې په توره بوړه کې د وزیرستان د طالبانو دیو مشر سره او په چترال کې د ګلبدین حکمت یار د یو کوماندان سره هم کتلي. دوزیرستان مشر ورته ویلي وو چې د ملاعمر په مشرۍ کې جنګیږي خو د حکمت یار کوماندان بیا ویل چې دی ملاعمر نه پیژني.

جیري وان ډیک وايي په ۲۰۰۸ کال کې دپاکستان په قبایلي سیمه کې د طالبانو له خوا وتښتول شو او هلته ورته په یوه غرئیزه سیمه کې وښودل شول چې طالبان څنګه خپلو جنګیالو ته روزنه ورکوي ، ترانې ورته اوروي ، کیسې ورته کوي او هڅوي یې ، دی وايي دیو کس نه مې وپوښتل : تاسو ولې ځان مرګي بریدونه کوئ ، نو ځواب راکړل شو ، ځکه چې له موږ سره ټینکونه نشته .

لیکوال په اخره کې لیکي دامهال پاکستان جلال الدین حقاني او ګلبدین حکمت یار استعمالوي او امریکا ددغو دواړو پرضد جنګیږي. په ۱۹۸۰ کلونو کې امریکا هم ددغو دواړو سره ملګرې وه .

دی وايي حقاني په جنوب مشرقي سیمو کې ځواکمن دی ، زوی یې سراج الدین د عملیاتو مسوولیت په غاړه لري او ګل بدین حکمت یار په نورستان او کونړ کې ډیر نفوس لري. حکمت یار دپاکستان په مټ بیا واک ته رسیدل غواړي خو حقاني د خپلې خاورې نه د بهرنیانو د ویستلو په موخه جنګیږي او ښايي هغه او ملګري به یې ترمرګه وجنګیږي.