مرحوم ډاکټر فاروق او نورو ته د ښه کارکردګۍ تمغې

پوهاند او عالم دین ډاکټر محمد فاروق خان پروسږ کال وسله والو طالبانو ووژلی


نن په پاکستان کې د آزادۍ ورځ لمانځلو په موقع د پاکستان صدر آصف علي زرداري ويلي چې ملک یی د مختلف چیلنجونو سره مخامخ دې چې پکار ده ټول یو ځای کار وکړي.

نوموړي د ښه کارکردګۍ په اساس د پښتو ژبې دیو تکړه سندرغاړي ګلزار عالم په ګډون یو شمېر نورو کسانو ته اعلی ملکي تمغې اعلان کړې.

د پښتو سندرغاړۍ ګلزار عالم

له اسلام آباده د مشال ریډیو خبریال وایی ګلزار عالم ته د تمغه حسن کارکردګي په نوم انعام ورکړل شوې .

په نورو کسانو کې ډاکټر محمدفارو ق خان شامل دی چې یو لوی اسلامی عالم و. هغه تېر کال وسله والو طالبانو په یو برید کې ووژلو.

بل خوا ساینس پوه ډاکټر ضابط خان شنواري ته هم د انعام ورکولو اعلان شوې دې. چې د کوهاټ یونیورسټي مشر دی.

د آزادۍ ورځې په مناسبت په سوات کې اوسیدونکي خلک وایی چې د پخوا په شان د آزادۍ ورځ لمانځلو ته جوړ نه دي. او په دې ډېر خپه دي چې اوس یې هم ژوند تریخ او ناکراره دی.

په ۱۴ اګست په پاکستان کې د آزادۍ پنځه شپيتمه کلیزه لمانځل کیږي