هېواد له بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ دی: زرداري

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هېواد د ازادۍ د ورځې په مناسبت په پیغام کې ویلي دي چې ملک یې له بېلا بېلو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی او د دې لپاره باید ټول یو ځای کار وکړي.

پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې په جنوبي اسیا کې د برېتانیې د واک له ختمېدو سره د یو نوي هېواد په توګه مخې ته راغی. او د اګست په ۱۴ مه هر کال هلته د ازادۍ ورځ لمانځل کېږي.