رپورټ: پامیر ساحل، مشال راډیو
پراګ - د افغانستان په وردګ ولایت کې یو هیلي کاپټر راغورځېدلی دی چې په کې ۳۸ امریکايي او افغان سرتېري وژل شوي دي.
د شا و خوا یوې لسیزې راهیسې په روانه جګړه کې دا لومړی ځل دی چې دومره زیات امریکايي سرتېري په یو ځل وژل شوي دي.
د افغان ولسمشر حامد کرزي د دفتر پر ویبپاڼې په خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي: ((ولسمشر د ۳۱ امریکايي ځانګړو سرتېرو په وژل کېدو خپه دی چې په میدان وردګ ولایت کې د هیلي کاپټر په را غورځېدو کې وژل شوي دي.))
ولسمشر حامد کرزي همدا راز د ښکار شویو ټولو کسانو له کورنیو سره هم د غمرازۍ ښودنه کړې ده او د ویر یو پیغام یې امریکايي ولسمشر باراک اوباما ته هم استولی دی.
د ولسمشر د دفتر پر اوبپاڼه خپور شوی بیان وايي ((په هیلي کاپټر کې اووه افغان سرتېري هم ول چې وژل شوي دي.))
خو په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواکونو ایساف پر ویبپاڼې په یوه خبر کې ویل شوي: ((د افغانستان په ختیځ کې د ایساف هیلي کاپټر غورځېدلی دی او اوس مهال د رغاونې عملیات روان دي.))
ایساف لیکي: ((اوسمهال د حقایقو د برسېره کولو لپاره کار کوي، او رپورټونه اشاره ورکوي چې هلته)) د ایساف په خبره، (( د دښمنانو فعالیت)) شوی دی.
په خپل بیان کې نړیوال سوله ساتي ځواکونه زیاتوي چې له وخت سره به اضافي مالومات ورکوي.
اسوشي اېټډ پریس خبري اژانس وايي ناټو بېګا د شپې د هیلي کاپټر د غورځېدو د خبر تصدیق کړی وو.
د وردګ ولایت ویاند شاهد اله شاهد اسوشي ایټډ پریس خبري اژانس ته ویلي پېښه سید اباد په ولسوالۍ کې شوې ده.
اژانس وايي د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد د پېښې پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې دوی هیلي کاپټر په راکټ ویشتلی دی.
خو د ده د ادعا تر اوسه ازادو سرچینو پخلی نه دی کړی.
د ۲۰۰۵ ز کال په جون کې هم په کونړ کې د امریکا یو هیلي کاپټر غورځېدلی وو چې په کې ۱۶ امریکايي سرتېري وژل شوي ول.