د فوکلوري هنرمندانو لپاره پورونه

د خیبرپښتونخوا حکومت د سیمې د فوکلوري هنرمندانو لپاره د پورونو د ورکولو پروژه پیله کړې ده.

د مشال راډیو د خبریال د خبر له مخې د دغه سکیم له مخې دوی ته په لومړي پړاو کې ۱۵ کروړه روپۍ بیلې شوې دي. د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل چې هر روایتی هنرمند له درزي ترکاڼ او داسی نورو ته به د پنځوسو نه تردرې لکو رپو پورې بی له سوده پور وکول کیږي. په لمړي سر کې به دا بهیر په پیښور او ملاکنډ کې پيلیږي.