په پکتیکا کې د نس ناستې ناروغي خوره شوې

د پکتیکا مرکز ښرنه

نقیب الله متونوال خوست


دافغانستان په پکتیکا ولایت کې د ماشومانو اسهال ناروغي ډېره شویده. ددې ولایت اوسیدونکي وايي، چې ګڼ ماشومان يې نس ناستی . خو د پکتیکا د ملکي روغتون د ماشومانو د ناروغیو ماهر، ډاکټرعزت الله ډاکټران وایي ددې لوی سبب د خوړو او اوبو پاکوالي ته نه پاملرنه ده.

د روغتون یو یو بل ډاکټر بریالی بهرام وایې، کورنیوته په کارده چې د ماشومانو خوړو او څښاک ته پام وکړي ځکه دا ناروغي ماشومان ډېرژر له مرګ سره مخامخوي.

داپه داسې حال کې ده چې اوس هم د پکتیکا په ډېرو لیرو پرتو ولسوالیوکې روغتیایې مرکزونه او کلینیکونه نشته او خلک یې اړ دي چې خپل ناروغان مرکز ښرنې ته یوسي او هلته یې درملنه او علاج وكړي.