په هېلمند کې ځانمرګی برید

چارواکي وايي د افغانستان د هېلمند په لشکر ګاه کې د ځانمرګي برید پر مهال لږ تر لږه لس پولیسان وژل شوي دي.

د هېلمند د والي ویاند داود احمدي وايي په پېښه کې لس پولیس افسران او یو ماشوم وژل شوی دی. د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تاو تریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.