د جنسي تېري پر ضد مظاهرې

د هند د ادارې لاندې کشمير کې پر يوې ښځې د جنسي تيري په تور د پوځ خلاف مظاهرې شوي دي.

مظاهره کوونکي د جنسي تيري تور په دوو پوځيانو پورې کوي. د مظاهرو له وجې د سرينګر ښار دکانونه او لويې لارې بندې دی.