بلوچستان:دپي،ایم،ډي،سي ۵ کارکونکي تیښتول شوي



نیازموسی خیل،کوټه

د بلوچستان له سر ښار کوټې ۴۰ کلو میتره لیري د سورینج په سیمه کي د لیویزو په وینا،د سرکاري ادارې پي،ایم،ډي،سي ۵ کارکونکي تیره شپه ناڅرګنده کسانو تیښتولي دي.

د بلوچستان لیویزهیډ کوارټر،کوټې یوه مشر محمد علي د مشال خبریال نیازموسی خیل ته وویل، تېښتونکو لومړی ۸ کسان تیښتولي وو ،وروسته یې ۳ کسان په دې خاطر خوشي کړل،چي هغوی ځایي مري،بلوڅان وو او نور ۵ کسان یې له ځان سره وړي دي.

د سیمي څیړونکي وایي ،د سویټزرلیند د وګړو او د پي،ایم،ډي،سي چارواکو تیښتونې لویې پیښي دي،چي تر رسنیو رسیدلي دي ،خو د دوی په وینا،په صوبه کې ګڼې دا سې پیښي هم کېږي چې میډیا یې نه رپوټوي .

محمد علي وايي،په تیښتول شویو کسانو کي د پي،ایم،ډي،سي پروجیکټ منیجر.مختیارجونیجو په ګډون دوه سیندیان او درې پنجابیان دي.او د تېښتونکو پر ضد یې پلټونکي عملیات پیل کړي دي.


بلخوا نن سهار،دبلوچ لبریشن آرمي په نامه یوه آزادي غوښتونکي سازمان ویاند میرک بلوڅ د پیښي پړه په غاړه اخیستې .او زیاتوي چې دا عمل یې په کوهلو او څماولنګ کي د بلوڅانو پر ضد د پاکستاني امنیتي ادارو د عملیاتو په ځواب کې کړی دی .

په بلوچستان کي اوس د تیښتونو پیښي یوه عادي خبره ګرځېدلې ده.د رواني میاشتي په لومړو کې له لورالایي څخه د سویټزرلینډ ۲ وګړي تیښتول شوي وو او تر اوسه لا هیڅ درک نه دی لګېدلی چې دکار به چا،او د څه مقصد لپاره کړی وي.

د سیمي څیړونکي وایي ،د سویټزرلیند د وګړو او د پي،ایم،ډي،سي چارواکو تیښتونې لویې پیښي دي،چي تر رسنیو رسیدلي دي ،خو د دوی په وینا،په صوبه کې ګڼې دا سې پیښي هم کېږي چې میډیا یې نه رپوټوي .