د خیبر پښتونخوا په بټګرام کې ځان مرګي برید نهه کسان وژلي.

دخیبر پښتونخوا د بټګرام په سیمه کې تيره ورځ شوي ځانمرګی برید کي دوژل شوو کسانو شمير ۹ ته رسيدلي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي په بريد کي ۲۸ کسان ژوبل شوي هم دي. چي پکي د اتو کسانو حالت نازک ښودل کيږي.

د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري ،وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار والي خان دغه پيښه په سختو ټکو غندلي ده . دا ځانمرګي برید د مسلم لیګ ق صوبايي مشر امیر مقام د جلسې له ځای سره نږدې شوی وو، مشال راډیو د خبریال له وینا سره سم، د برید پر مهال له جلسه نه وه پیل شوې. ددغه برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.