له پاکستاني غاړې پر افغانستان بریدونه یو لوی کړکېچ ښيي

Afghanistan – Kunar Map which is cut from map of Afghanistan by Kamalpuri, undated



اېسوشیېټډ پریس خبري اژانس په یوه رپوټ کې لیکي چې له پاکستان سره پر پوله په افغانستان کې شخړه د یوه پراخ کړکېچ ښکارندويي کوي.

رپوټ د دې سیمې د ځینو اوسېدونکو له خولې لیکي چې خپلوان یې د پاکستان له خوا په ور غورزول شوو توغندیو کې په داسې ډول وژل شوي دي چې دوي یې د بدن برخې نه شوای پیدا کولای.

اېسوشیېټډ پریس په دې رپوټ کې د کونړ ولایت د سرکاڼیو د ولسوالۍ د ۶۰ کلن کس جمعه ګل له خولې لیکي چې د ده یوه لمسي له درو نورو ماشومانو سره یو ځای د وزو رمه څروله چې یو راکټ پرې ولګېدی او څلور واړه یې داسې ووژل چې موږ یې د بدن زیاتره برخې پیدا نه کړې. جمعه ګل ویلي چې د پاکستان له خوا د توغنديو بریدونه اوس هم دوام لري.

د افغانستان حکومتي چارواکو ویلي چې پاکستان د مۍ له میاشتې راهسې د دې هیواد د کونړ پر ولایت تر ۷۶۱زیات توغندي ور غورزولي دي چې له ۴۰ ډېر کسان یې وژلي او یو ۵۱ یې ټپي کړي دي.


رپوټ زیاتوي چې د اېسو شیېټډ پریس خبري اژانس خبریال د کونړ ولایت درو غرنیو کلیو ته تللی او هلته یې په خپلو سترګو لږ تر لږه د توپ ۵۰ ګزارونه لیدلي وو.

پاکستاني چارواکي وايي چې دوي له قصد دا کار نه دی کړی خو کېدای شي چې د پوځ له خوا د اورپکو د په نښه کولو پر وخت ځینې توغندي پر ناسم ځای لګېدلي وي.

رپوټ لیکي ، د نېټو چارواکو ویلي چې دوي د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې د توغندیو په غورزولو تر تېرې اونۍ نه وو خبر ، هغه ځکه چې دوي د کونړ ولایت له لرې پرتو سیمو څخه را اېستل شوي دي.

د افغانستان په ختیځ کې د افغانستان د سرحدي پولیسو مشر جنرال امین الله امرخېل وویل چې پاکستان له اورپکو سره په داسې ډول مرسته کوي چې د کونړ ولایت پر کلیو توغندي غورزوي او غواړي چې خلک ورڅخه ووزي او اورپکي یې د خپلو مرکزونو په توګه وکاروي .

هغه زیاته کړې ده چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له ۷ سوو څخه تر ۱۰۰۰ کورنو له خپلو سیمو څخه کډې کړي دي.

نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د حالاتو په اړه د نېټو او پاکستان پر خاموشۍ له خپلې دندې څخه استعفی ورکړه.

رپوټ د افغانستان د استخباراتو د ویاند لطف الله مشعل له خولې لیکي چې د پاکستان له خوا د توپونو دا بریدونه په افغانستان کې د ګاونډیو د لاس وهنې تسلسل دی.

د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکو پاکستان ته خبرداری ورکړی دی چې که د توپونو ګزارونه داسې روان وو نو دا به د یوه داسې غبرګون لامل شي چې د افغانستان پوځي عملیات به هم په کې وي.

رپوټ په پای کې لیکي چې په کونړ ولایت کې پولې ته نژدې اوسني حالت داسې ښیي چې کله امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي نو به افغانستان ، پاکستان او نېټو له چېلنجونو سره مخامخ شي.