په زابل او کندهار کې چاودنې، ۱۷ وژل شوي

په زابل او کندهار کې چاودنو ۱۷ ولسي وګړي ووژل.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او دا د ماین چاودنې وې. امنیتي چاوارکي وايي په زابل کې، نن سهار، د شملزو په ولسوالۍ کې د سړک تر غاړې د ښخ کړل شوي بم چاودنه شوې ده چې د مساپرو یو موټر یې په نښه کړ. په دې موټر کې له پاکستان څخه خپل هېواد ته را ستنېدونکي کډوال سپاره ول. بله ورته پېښه د کندهار ولایت په معرف سیمه کې مخې ته راغلې ده. دلته هم د سړک تر غاړې د ځای پر ځای شویو بمونو دوه چاودنې شوې دي چې په کې څلور کسان وژل شوي.