پر سیاچین د هند پاکستان غونډه


فرخنده وزیر مشال ریډیو

رایټرز خبری اژانس د پاکستان او د هند د دفاع سیکرېټریانو د ګل ورځې د غونډې په اړه لیکې، دواړه هیوادونه غواړې، د سیاچین نه خپل پوځ راوباسې او ددې مسلې حل ولټوي.

د هندوستان او پاکستان د دفاع سیکرېټریان به نن په نوي ډلي کې د سیاچین په مسله خبرې کوي، چې د دواړو هیوادونو تر مینځ د نړۍ یو له ترټولو دنګ جنګي سنګر بلل کېږی ،هغه وخت جوړ شو، چې د پاکستان او هند پوځیان په ۱۹۸۴ م کال په دغه ځایی کې له یو بل سره مخامخ شول.

سیاچین چې د پوځې ماهرانو په وینا د پوځیانو لپاره د اوسیدو یو مشکل ځای دی ، د سمندر نه شل زره فټه لوړ پروت دی،چې پکې د هند او پاکستان زیاتره عسکر د جګړې پر ځای د واورو ښوېدو نه مري، او د سختو واورو له کبله یې کال و سر موسم سوړ وي.

او دا هغه ټولې وجې دې ، چې د پاک و هند تر مینځ په خبرو کې پر دې مسله ډیر لږ څه ویل شوي دي. اوس دواړه هیوادونه غواړې چې د نورو سره په دې مسله هم خبرې وکړي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو کارپوه عایشه صدیقه مشال ریډیو سره په یوه مرکه کې وایي، که چیرې دواړه هیوادونه وغواړي نو د سیاچین او سرکریک مسلې ډیری ژر حل کیدای شې.، پاکستان په دې کې د هندوستان د پوځ نه زیاته دلچسپي لري، کله چې هم دواړو هیوادونه پر دې خبرې کړې نو د هندوستان څه تحفظات دي ، او هغه دا چې د پاکستان پوځ بیرته دغه ځای ته رانشي ، هغوی څه ضمانت غواړي، او تر څو چې د سرکریک مسله ده نو دا په یوه شپه هم حل کیدای شې.٬٬

رایټرز خبري اژانس د پاکستان د بهرنو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشی له خولی لیکې، د سیاچین مسله دومره مشکله نه ده ، دا سیاسي زغم او ځیرکتیا غواړي .

هند او پاکستان دواړه دا هڅې کوي چې د سیاچین نه خپل پوځ راوباسي، خو هند زیاتوي تر هغې پوری څه فیصله نشي کولی ، تر څو چې پاکستان په سرکاري توګه د خپلو پوځونو ځای نه وي ښودلی.

رایټرز زیاتوي دهند وزیر اعظم من موهن سنګ د کانګرس ګوند د ځینو غړو د مخالفت باوجود غواړي له پاکستان سره د سولې خبری پر مخ یوسي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې دکشمیر مسلې هوارولو وروستو به د افغانستان په ستونزه څه اثرات وغورځیږي، او ایا پاکستان به د طالبانو حمایت پریږدې او که نه، په ځواب کې عایشه صدیقه وایی،ګورۍ که د طالبانو د حمایت خبره ده، نو زما په خیال د طالبانو سره اوس د پاکستان د کشمیر د وجې نه هغه پخوانۍ اړیکې نشته، بیا هم څه فرق خو به راځی، خو دا چې پاکستان به هند ته څه پریږدې دا یوه بېله مسله ده، او داشان د افغانستان مسله هم جدا ده.په افغانستان کې بیا د دواړو هیوادونو مسلې بیلې دې، او د دې خبرو به د افغانستان پر ستونزه څه اثر و نه غورځیږې.

د هند د بهرنیو چارو یو پخوانې سیکټرې کنول سبل رایټرز خبرې آژانس ته ویلي، فکر نه کوي، چې په دې خبرو کی به دا مسلی دومره ژر هوارې شي.