د وینیزویلا په ګډون د تېلو ۷ کمپنیو د امریکا بندیز

دوینیزویلا ولسمشر هیګو شاوېز له ایراني مذهبي مشر ایت الله علي خامینايي سره


امریکا اعلان کړی چې د وینیزویلا حکومت د تیلو کمپنۍ په ګډون پر ۷ نورو بهرنیو کمپنیو به بندیزونه ولګوي.

دا د امریکا د هغه هڅو برخه ده چې د ایران د آټومي پروګرام مخنیوې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د دې نه پرته د نورو ۱۶ کمپنیو او د کسانو پر ضد د نورو بندیزونو لګولو اعلان کړې چې پکې چین، شام، ایران، بیلاروس، او شمالی کوریا شامل دي.

اروپایی ټولنې وړمه ورځ پر ایران خپل بندیزونه نور هم سخت کړل چې د شتمنیو کنګلولو په لړ کې یی د نورو ۱۰۰ کمپنیو نومونه شامل کړي.

وینیزویلا د امریکا د دې ګام غندنه کړې ده.