د امریکا د پوځ مرکز پینټګان وایی پاکستان امریکا ته د هغه وران شوي هیلي کاپټر ملبه واپس کړې چې د القاعده مشر اسامه بن لادن د وژلو لپاره په عملیاتو کې استعمال شوې و.
د پینټګان ویاند کرنل ډیو لیپین ویلي چې د هیلي کاپټر برخې ورته د تيرې هفتې په آخره کې ورکړل شوي دي. دغه هیلي کاپټر ویل کیږي بلیک هاک یو ایچ ۶۰ و چې په ریډار نه معلومیږي.
د روانې میاشتې پر دویمه نېټه د پښتونخوا په ایبټ آباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن پر وړاندې د امریکایی کاروايي وروسته چې پکې هغه ووژل شو د پاکستان او امریکا تر مینځ تعلقات کړکیچن شوي دي .
پاکستان هغه کاروايي د خپل ملي حاکمیت پر وړاندې سرغړونه بولي.