کراچۍ کې لاهم د ټرانسپورټرانو هړتال دوام لري

په کراچۍ کې اکثره وخت په پېښو کې مسافر بسونه،رکشې او ټېکسان سوزول کېږي


ظفر کریمي مشال رېډیو کراچۍ


تېره شپه ناوخته د خزانې مرکزي وزير ډاکټر عبدالحفيظ شيخ د سیند ګورنر هاوس کراچۍ کې د ايم کيو ايم له مشرانو سره د خبرو اترو وروسته خبري غونډې ته وویل ،” چې نړيوال مارکيټ کې د تېلو د نرخونو لوړيدو له وجې يې مجبورا د تېلو بېې لوړی کړي دي او زیاته یې کړه، چې له حکومت سره د خلکو د مشکلاتو احساس دی ـ٬٬

وزير ډاکټر عبدالحفيظ شيخ وويل، چې د مارچ له لمړی نېټې چې د تېلو په نرخ کې کوم زياتوالی شوی دی ،دهغه زياتوالي شرح تر نیمايي راټيټوي. او دا شرح د ۹.۹ فيصده څخه ۵ فيصده ته راکموي.او ویې ویل ددې له وجې به حکومت باندې نور بوج هم پريوزي ،خو دا خبره فېصله شوې ده.

ددې اعلان نه پس سر له ننه د پټرولییمو د نویو بییو له مخې د پټرولو نرخ ۷۶،۵۳ د ډيزلو نرخ ۸۲،۲۱ او د خاورو تېلو نرخ ۷۴،۴۵ في ليټر وي ـ

د حکومت له لوري د تېلو د نرخونو د کمولو له اعلان وروسته اوس هم د ټرانسپورټرانو هړتال دوام لري ،د کراچۍ ښار په سړکونو د سورلو بسونه نه تر سترګو کيږي ، خو د ټرانسپورټ د اتحاديې مشر سيد محمود افريدي مشال ريډيو سره په خبرو کې د حکومت د تېلو په نرخونو کې د ۵۰ فيصده کموالي هرکلی کړې او ويلي يې دي چې نن به د ټرانسپورټ اتحاديې د مشرانو غونډه رابلل کېږي چې د پټرولییمو دجګو نرخونو پرضد خپل روان هړتال ختم کړي که څنګه.

بلخوا سني تحريک چې د پټرولییمو دجګو نرخونو پرضد یې هرتال اعلان کړې و،د حکومت د نوې فېصلېوروسته بيړنۍ غونډه راغوښتې او پرېکړه یې کړې چې نن د جمعې په ورځ به هړتال جاري ساتي ـ د سني تحريک ددې فېصلې وروسته نن د کراچۍ ښار زياتره بازارونه بند دي.